ډان ورځپاڼې په پېښور کې د افغانستان کونسلګيرۍ د يوې سرچينې له قوله راپور ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو د غیرقانوني افغان کډوالو اېستلو په لړ کې يو شمېر هغه کسان هم افغانستان شړلي چې د خيبر پښتونخوا اوسېدونکي دي او پاکستاني شناختي کارډونه هم لري.
راپور کې ویل شوي، دا کسان افغانستان ته له اوښتو وروسته د حکومت له لوري تشخيص شوي او بېرته يې خيبر پښتونخوا ته ستانه کړي.
د راپور یوه برخه:« د غیرقانوني کډوالو په لړ کې يو شمېر داسې موارد هم راپور شوي، چې ښيي پاکستاني وګړي د دوی په ډله کې افغانستان ته ستانه کړای شوي.»
خو پاکستان کې د افغان کونسلګرۍ دا ادعا بې بنسټه بولي او وايي، هر افغان کډوال له اېستل کېدو وړاندې بايومټريک کېږي او د هويت له تثبيت وروسته افغانستان ته لېږل کېږي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اسلامي امارت دې په کوردننه او پاکستان د کډوالوهويت تثبيتولو په موخه یو منظم چاڼیز سیستم را منځته کړي تر څو د احتمالي امنيتي ګواښونو مخه ونیول شي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي:« په اوسنیو شرایطو کې د ګڼو ستونزو باوجود، یوه ستونزه دا هم ده چې څنګه اسلامي امارت د کډوالو چارو دا پروسه په سمه توګه ترسره کړي؟ دلته اوس مهمه خبره دا ده چې د دې لپاره چانیز سیسټم فعاله شي.»
ځيني نور بیا په دې باور دي چې پاکستان د خپلو موخو او د نړیوالو غوښتنو له مخې د افغان کډوالو اېستلو لړۍ پیل کړې او په خبره يې د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ورته کوم میکانیزم نشته دی.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« پاکستاني چارواکي افغان کډوال د اصولو او خاص کورنۍ د دوی په خپل اختیار پروګرام له مخې نه وباسي، دوی (پاکستان) له نړیوالو سره په تفاهم باندې یوه پروژه لري، د هغې لپاره په عمومي حالت کې ، ورته ګوري نه چې څوک اسناد لري او څوک یې نه لري، د هغه ځای اوسېدونکی دی او که نه ده؟ معمولا هغه موخه دوی لري، چې غواړي پر طالبانو هم فشار راوړي او له نړیوالو پیسې هم ترلاسه کړي او هغه پيسې چې ملګرو ملتونو پر دوی باندې بندې کړي غواړي هغه بېرته ازادې کړي.»
له پاکستانه په تېره یوه میاشت کې تر ۴۰۰ زره ډېر افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته پر زوره رالیږل شوي دي.