Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/26

د افغانستان جیوپولوتیک موقعیت او اهمیت ته په کتو سره د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د سیمې او نړۍ ثبات د افغانستان ثبات او ټیکاو پورې تړلی دی.

دوی وايي، په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان په تړاو داسې نړیواله اجماع رامنځ ته شوې چې هیڅ هېواد نه غواړي د افغانستان امنیت او ټيکاو ته زیان ورسوي.

دوی په خبره، پکار ده چې له دغه فرصته ګټه واخېستل شي او د افغانستان ملي ګټو په روښانه تعریف سره نړیوال دې ته وهڅول شي چې د افغانستان  ثبات لپاره له افغانانو سره ګډ کار وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی او په لویه کې ګډه ملي او نړیواله اجماع ده چې تر اوسه پورې هېڅ هېواد په افغانستان کې د داسې بې ثباتۍ چې هغه دې د نظام استحکام ونه کړي، نه غواړي چې دا د افغانستان لپاره غنمیت ده. د افغانستان حکومت باید له دغه فرصته ګټه واخلي. زه په دې باور یم چې نړۍ موږ ته  اړتیا لري او موږ هم نړۍ ته تر نړۍ ډېره اړتیا لرو. نو په کار دا ده چې خپلې ګټې داسې تعریف کړو چې نړۍ زموږ پر بقا، زموږ پر استحکام او له موږ سره په ګډ کار کولو کې خپل ثبات  وګوري.»     

ځينې نور بیا وايي، سره له دې چې ګڼ نړیوال هېوادونه له کابل سره تعامل لري سفارتونه یې فعال دي او همدا راز راشه درشه لري خو تراوسه هېڅ هېواد نه دی حاضر شوی چې د افغانستان له حکومت سره خپلو رسمي اړیکو ټینګښت اعلان کړي.

دوی وايي، غوښتنه یې داده چې د دغې ستونزې حل لپاره باید د نړۍ ټولې هغه پلمې چې د حکومت د رسمیت پيژندنې لپاره یې  د شرط په توګه مطرح کړي، باید ورختمې شي .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« سره له دې چې دا دوو کلونو کې ډېری هېوادونو د افغانستان اسلامي امارت سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري. له افغانستان سره دوی په بېلابېلو برخو کې تعامل لري، مرستې کوي خو له دې سره سره بیا هم تر اوسه پورې هېڅ هېواد د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی. نو زموږ هېله دا ده چې هغه بهانې چې بهرنیانو نیولي د ښځو او نجونو د زده کړو او کار مسله ده، ټولګډونه حکومت دی، اسلامي امارت باید په دې برخه کې پاملرنه وکړي، ترڅو دغه بهانې نورې لمنځه ولاړې شي.»

په ورته مهال د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي،په نړیوال سټیج کې رسمیت پیدا کول د دولتونو مهم لومړیتوب دی او هغه هېوادونه چې حکومت یې په رسمیت وپيژندل شي امنیت یې په دایمي ثبات بدلیږي او همدا راز په سیاسي او  اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي.

ځلاند زیاتوي:« رسمیت پېژندل د دولتونو ترټولو مهم لومړیتوب دی، ځکه د نړیوالو رسمیت پېژندلو سره نه یوازې د دولتونو مشروعیت تړلی بلکې د دولتونو راکړه ورکړه، د هغوی سیاسي او اقتصادي تعاملات له نړۍ سره ، په کوردننه د ولس باور جوړونې په برخه کې پرمختګونه او په لویه کې د امنیت تبدیلېدل په ثبات باندې، دې کې ډېر زیات مهم رول لوبوي.»

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، د رسمیت پيژندنې ټول معیارونه یې پوره کړي او په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونههم ورسپارل شوي او له چین او روسیې سربیره ګڼ هېوادونه او نړیوال سازمانونه په کابل کې سیاسي استازولۍ لري او ډیپلوماتان یې په عادي توګه خپلې چارې پرمخ بیايي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist