Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اخوندزاده : د شکر ناروغۍ له امله تېرکال هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي

اخوندزاده : د شکر ناروغۍ له امله تېرکال هېواد کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/22

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو معین حسیب الله اخوندزاده د شکر ناروغۍ نړیوالې ورځې نمانځنې مراسمو کې وویل،  دا ناروغي په هغو هېوادونو کې زیاته ده، چې اقتصادي وضعیت یې خراب او خلک يې د کم عاید لرونکي دي.

د اخوندزاده په خبره، په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په ۲۰۱۸ کال کې ۴.۸ سلنه وه  او  تېر ۲۰۲۲ کال يې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اخوند زاده زیاتوي:« د روغتیا نړیوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې ۴.۸ سلنه افغانان د شکر پر ناروغۍ اخته وو او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۷ زره او ۴۹۹ کسان پر دې ناروغي اخته شوي، چې د مړینې کچه یې تر زرو لوړه وه او د دغې ناروغانو شمېر لا پسې ډېرېږي.»

اخوندزاده وايي، د ټولې نړۍ پر کچه په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳۷ میلیونه کسان د شکر پر ناروغۍ اخته وو او په خبره یې که پر نړيواله کچه وقايوي تدابیر ونه نیول شي، ښايي دا شمېر تر ۲۰۳۰ کال پورې ۶۴۳ میليونو کسانو ته ورسېږي

هغه زیاته کړه: « په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳۷ میلیونه لویان د شکر پر ناروغۍ اخته وو او ښايي دغه شمېر تر ۲۰۳۰ کال پورې ۶۴۳ میلیونو ته لوړ شي. په ۲۰۲۱ کال کې د شکر ناروغۍ په نړۍ کې ۷.۶ میلیونه کسان مړه کړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان هم مني چې ورځ تر بلې پر شکر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

 د ګډو روغتیايي مرکزونو موندنې ښيي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ له امله نږدې اوه میلیونه کسان مړه شوي دي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیم الله ساپی وايي: « په ۲۰۲۱ کال کې ۵۳۷ میلیونه خلک، چې دا نږدې په هرو۱۰ کسانو کې یو کس پر شکر ناروغۍ اخته و، دا ۲۰۲۱ کال د ارقامو له مخې دی چې اوس ښايي نور هم زیات شوی وي، له ۱۰ یو کس د ټولې نړۍ د ارقامو پر بنسټ دی. که متوسط او ټيټ اقتصاد لرونکو ته توجو وشي د هغې د راپورونو او ارقامو پر بنسټ په هرو څلور کسانو کې درې کسان د شکر له ګواښ سره مخ دي او په دې ناروغۍ اخته دي.»

 د عامې روغتیا وزارت د اینټډوکرینولوژي مشر ډاکټر ولي ناصري وايي: « دا د یوه شخص یا یوې کورنۍ ستونزه نه ده، د یوه کلي، علاقدارۍ، ولسوالۍ او ولایت ستونزه نه ده، دا د ټولې سیمې، ټولنې او نړۍ ستونزه ده او هغه وخت له دغې ستونزې او وبا ځان ساتلی شو چې سره متحد ووسو.»

همدې ناستې کې سپارښتنې او ژمنې وشوې، چې روغتیا وزارت به په ټول توان د شکر ناروغۍ د مخنیوي، وقايې او درملنې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

دغه راز دا هم وویل شول، چې د عامه پوهاوي له لارې دې د شکر ناروغۍ په هکله پروګرامونه زیات او ورسره دې ګړندۍ مبارزه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist