Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم

ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/21

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې ځان یې د دې هېواد د را روان کال ولسمريزو ټاکنو ته نوماند کړی، د ټاکنیزو سیالیو په یوه غونډه کې د افغانستان په تړاو خبرې کړي.

ټرمپ د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن له دې کبله نیوکه کړې، چې په وینا یې په افغانستان کې یې د بګرام پوځي اډه په داسې حال کې تخلیه کړې، چې امریکا په تېرو ۲۰ کلونو کې د پوځي موخو تر څنګ په سیمه کې د چین په څېر د خپلو سترو سیالانو د څار لپاره ترې کار اخېست.

ټرمپ د بګرام اډه چین ته د نږدېوالي له اړخه د امریکا لپاره تر ټولو ستراتیژیکه اډه بللې، چې په وینا یې امریکا له پرېښودو سره په سیمه کې د چین پوځي پیاوړتیا ته زمینه برابره کړې. 

هغه زیاته کړې:« موږ د بګرام هوایي اډه ساتله. بګرام د نړۍ له لویو پوځي اډو یوه ده. موږ دغه ځای ولې پرېښود؟  دغه اډه د افغانستان د اړتیا پوره کولو لپاره نه وه. موږ د بګرام اډه ځکه غوښته، چې له چین څخه یو ساعت واټن لري چېرې چې اټومي توغندي جوړېږي؛ خو موږ دغه ځای پرېښود.»

ټرمپ ادعا کړې چې له افغانستان د وتلو او له هغې مخکې د ۲۰۲۱ کال د جولای په دویمه نېټه تر بشپړې تخلیې وروسته، د بګرام اډه د چین هېواد لاس ته لوېدلې.

ټرمپ د ټاکنیز کمپاين په دې وینا کې دغه راز ویلي، چې ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې، غواړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د یوې سوداګریزې معاملې له لارې دغه اډه بېرته ترلاسه کړي. خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د څه ډول سوداګریزې معاملې له لارې دې هدف ته رسېدل غواړي.

هغه زیاتوي:« اوس تاسې ښايي په دې پوه شئ، چې دغه اډه د چا له خوا اشغال شوې؟ دغه اډه اوس د چین له خوا اشغال شوې او دا ډېره احمقانه او خواشینوونکې ده. خو موږ به هغه ځای بېرته ترلاسه کړو. ښايي موږ د بګرام اډه د یوې سوداګریزې معاملې د یوې برخې په توګه بېرته ترلاسه کړو.»

خو سرپرست حکومت د ټرمپ وینا د نوموړي شخصي خبرې بولي او وایي، په افغانستان کې به هېڅ واړه او ستر پوځي حضور ته اجازه ورنه کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« ټرمپ یو فرد دی، د هغه خبرې دومره مهمه نه دي چې فکر پرې وشي.  دویم دا ده چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، هېچ چاته اجازه نه ورکوي چې افغانستان دې د هېوادونو ترمنځ د سیالۍ ډګر وګرځي. درېیم دا ده چې د هېڅ هېواد نظام ځواک ته اجازه نه ورکوي چې دلته شتون ولري او یا اډه ولري. نو داسې خبرې ډېرې مهمې نه دي او باید موږ یې په اړه ډېر تشویش ونه لرو.»

د شنونکو په باور په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور یو لوی زیان دا و چې د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو ته يې دا موقع په لاس ورکړه، چې له ځانه د ورپېښ احتمالي ګواښ د لرې کولو او د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د افغانستان ستراتیژیکې اوږدمهاله ګټې د خپلو ګټو د ترلاسه لپاره قربان کړي.

دوی وايي، اوسنیو چارواکو ته په کار ده چې د هوښیار سیاست له مخې پرې نږدي چې افغانستان بیاځلې د دې هېوادونو د سیالیو پر ډګر بدل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي:« اوس که امریکایان له طالبانو غواړي چې د بګرام اډه دوی ( امریکا) ته په واک کې ورکړي او له دغې اډې دوی روسیه، چین، ایران او د سیمې نور هېوادونو د کنټرول په نیت باندې د هغې اداره په لاس کې ولري، ښکاره خبره ده چې دغه هېوادونه له دا شان چلن سره جوړ نه دي او دا افغانستان د یوې بلې سیالۍ میدان ګرځوي.»

که څه هم د ډونالډ ټرامپ ترمشرۍ لاندې امریکا له اسلامي امارت سره د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشتې کې د دوحې تړون امضا کړ؛ خو نومړي تل د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن له دې کبله سختې نیوکې کړي چې ولې یې افغانستان په داسې بېړه پرېښی چې په سیمه او نړۍواله کچه د دې هېواد بدنامۍ لامل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي
افغانستان

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

بلخ کې یو استوګنیز ښارګوټی راستنېدونکو ته په مناسبه بیه سرپناه برابروي

فبروري 2, 2026
خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist