هند چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پراخې اړیکې لرلې، خو د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې نیمايي وروسته دا اړیکې کمرنګه شوې.
تازه په هند کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هند حکومت نه پاملرنې او دوی ته د ډيپلوماټیکو اصولو په رڼا کې د ارزښت نه ورکولو له امله اړ شول چې نوي ډهلي کې د سفارت دروازه وتړي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۳ کال اکتوبر میاشت په لومړۍ نېټه د خپلو ورځینیو کړنو د بندولو پرېکړه کړې، دا پرېکړه په ډیره خواشینۍ کېږي چې هند او افغانستان تاریخي اړیکې سره لري.»
که څه هم هند په کابل کې ډیپلوماټیک حضور لري او د هند په دوه نورو ښارونو حیدراباد او بمبي کې د افغانستان کونسلي چارې عادي روانې دي.
خو په هند کې میشت افغانان وايي،که څه هم تېرو دوه کلونو کې یې ستونزې له بل هر وخت زیاتې وې او د سفارت تړلو سره به یې ستونزې نورې هم زیاتې شي.
که څه هم اسلامي امارت په هند کې د افغانستان سفارت تړلو په اړه تازه څه نه دي ویلي خو سفارت په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، کونسلي چارې به عادي روانې وي او د هند حکومت دې یو مشروع او منلي نظام ته چې د ۴۰ میلیونو افغانانو په سمه توګه استازولي وکړي چارې وسپاري.
د خبرپاڼې یوه برخه:« ټینګار کوو چې هند کې به د کونسلګریو کارونه دوام ولري، هېله لرو چې یو مشروع نظام ته هند کې د افغانستان سفارت چارې وسپارل شي او د ۴۰میلیونو افغانانو استازولي په سمه توګه وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« هند نه غواړي په اوسنیو ستونزو کې ځان طرف واقع کړي، نه غواړي کوم لوری خفه کړي، نو د هغې لپاره غواړي دغه سفارت په یو ډول باندې بند کړي، ترڅو د افغانستان ستونزې حل شي او د افغانستان دولت نړیوال پر رسمیت وپېژني، بیا به خپله پریکړه کوي.»
د بهرنیو چارو وزارت ترڅنګ مو وغوښتل د حکومتي ویاندویانو نظر چې ډهلي کې به سفارت ت اسلامي امارت نژدې ورځو کې کوم چارسمبالی ولیږي او که له پخوانیو ډیپلوماټانو به یو کارونه مخې ته یوسي خو د راپور تر خپرېدو یې نظر شریک نه کړ.