د ملي یووالي د حکومت له پيل سره سم ولسمشر محمد اشرف غني ځینې ملګري چې کمپاینونو کې یې زیاتې هلې ځلې ورسره وکړې او تر مالي تاوانونو یې وکړل، له ځان جلا کړل او هیڅ ډول پام یې ورته و نه کړ.
ځینو چې دندې نه درلودلې، تر ننه یې نه لري او ځینو چې دندې درلودلې د ولسمشر په امر له دندو لیرې او تر ننه بې کاره دي.
خو د ولسمشر یوه نیک بختي دا وه چې د محمد حنیف اتمر یې له ځان سره د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکه او پوره صلاحیتونه یې ورکړل چې هر اړخیز کارونه د سولې او ثبات لپاره وکړي.
له هغې ورځې چې ښاغلی اتمر د ملي امنیت شورا سلاکار شو، لومړی کار یې دا و چې د دې شورا دبدبه یې خلکو ته وښودله او دا یې ثابته کړه چې د ملي امنیت شورا څومره اهمیت لري او څومره کارونه کولی شي.
په دې اوس ډير کسان اعتراف کوي چې د ملي امنیت شورا له دندو او صلاحیتونو او تشکیل خلک نه و خبر، خو کله چې اتمر د دې شورا مشر شو، د دې شورا لپاره تشکیل برابر او صلاحیتونه یې وټاکل چې د ثبات په برخه کې څه کولی شي.
له حزب اسلامي سره سوله د دې شورا لومړنۍ لاس ته راوړنه شوه او بیا له طالبانو سره د سولې لپاره یې سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړه چې چین، هند، روسیه، سعودي، متحده عربي امات او ترکیه یې په دې پروسه کې ورګډ کړل.
دا کار د دې لپاره وشو چې ښاغلی اتمر پوهیده چې د افغانستان جګړه بهرني ابعاد لري او کله چې د سیمې او نړۍ هېوادونو همکاري نه وي، د سولې هیڅ خبرې نتیجه نه شي ورکولی او نه د افغانستان جګړه په جګړه ګټل کیدلی شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار اجماع ته رسیدلی و، خو په دې برخه کې د حکومت خپل منځي جنجالونو هغه استعفا ته اړ کړ او د سولې هغه نقشه چې د سولې لپاره برابره شوې وه، پاتې شوه.
د ملي امنیت شورا سلاکار له استعفا سره سم ولسمشر یواځې شو، ځکه ولسمشر به هر مهمه پریکړه کې له اتمر سره مشوره کوله او هغه به داسې نظر ورسره شریکو چې د هېواد اوسني او راتلونکي وضعیت سره مرسته کولی شوه.
که څه هم ځینې مشورې منل کیدلې او ځینې نه، خو په ټوله کې د ملي امنیت شورا سلاکار د سولې او ثبات لپاره داسې طرحې درلودلې چې په تطبیق سره یې افغانان سولې ته رسیدلی شو.
د ولسمشر محمد اشرف غني زیاته تکیه په اتمر وه او ځینې وخت به ښاغلي اتمر د سولې او ثبات لپاره خپله کار کو او په دې برخه کې یې د ولسمشر له اوږو بار سپک کړی و، ځکه اتمر پوهیده چې څه کوي د دې هېواد او هېوادوالو لپاره یې کوي او په دې برخه کې به یې څوک مخه نه نیسي.
خو کله چې د سولې د نقشې د تطبیق لپاره خنډونه رامنځ ته شول او د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار پوه شو چې وړاندې نه شي تللی، له دندې یې استعفا وکړه او په دې سره د حکومت یوه پایه ونړیدله.
له دې سترګې نه شي پټیدلی چې د ملي یووالي حکومت نسبي بریالیتوب کې د تمر نقش مهم و او هغه کارونه چې ښاغلي اتمر کړي، ډاګیز دي.
خو اوس داسې ښکاري چې ولسمشر یواځې شوی او د مشورې او لار ښودنې لپاره داسې ادرس نه دی ورپاتې چې باور پرې وکړي، هغه کسان چې ولسمشر ته ځانونه باوري ښيي، تر زیاته په کمیشن کاریو بوخت دي چې اصلي کارونه ترې پاتې دي.
که په دې وضعیت کې له ولسمشر سره محمد حنیف اتمر وی، په باور سره ویلی شم چې نه به پرې دومره فشار وی او نه به دومره لالهانده وی، خو دا چې د افغان سولې په تړاو په کور دننه سیمه او نړۍ کې خنډونه شته، ولسمشر په یواځې ځان نه شي کولای ټولو ته رسیدګي وکړي.
راشد رحماني