Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت یو ځل بيا  ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړې غوښتنه کړې

Ecuador's President Guillermo Lasso Mendoza addresses the 78th United Nations General Assembly at U.N. headquarters in New York, U.S., September 20, 2023. REUTERS/Caitlin Ochs

اسلامي امارت یو ځل بيا  ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/25

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۸ یمې ناستې له دوام شپږ ورځې تېرېږي او ټاکل شوې چې د راتلونکو دوو نورو ورځو لپاره به هم دوام وکړي.

په يادې ناسته کې که څه هم د افغانستان څوکۍ خالي ده، خو نږدې هره ورځ په افغانستان کې پر بشري حقونو، حکومتولۍ، امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت بحثونه شوي دي.

د يادو بحثونو په ترڅ کې تر ډېره د ګاونډيو هېوادونو ولسمشرانو او لومړيو وزيرانو په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د ټولشموله حکومت پر رامنځته کولو او د بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی، خو دغلته د افغانستان استازولۍ پر سرپرست نصیر احمد فایق نیوکې دي، چې په يادو برخو کې يې د افغانستان له دريځ ننګه نه ده کړې.

له همدې کبله د اسلامي امارت يو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو غوښتنه  کړې ده.  

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « اوس نو چې د افغانستان د خلکو حقونه په یوه شخص پورې تړل کېږي او څوکۍ داسی یو چاته په لاس ورکول کېږي، چې هغه هېڅ هم نه دی بس له خپله ځانه مهم دی نه د یو کس استازی دی او نه د کوم نظام؛ نو دا د ملګرو ملتونو له حیثیت سره هم لویه جفا ده. دوی خپل شخصیت تر پوښتنې لاندې راوړي خپله ټوله کاري کړنلاره تر پوښتنې لاندې راوړي او دوی د افغانستان په برخه کې ډېر ضعیف ماموریت پرمخ وړي. د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې دا څوکۍ دې ژر تر ژر افغانانو ته وسپارل شي او دا د افغانانو حق دی.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا نیوکه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ سرپرست د ځينو هېوادونو اندېښنو ته ځواب نه دی ورکړی او دا چې د ياد سازمان په راتلونکې عمومي ناسته کې د افغانانو غږ ښه منعکس شي، اړتيا ده چې د افغانستان څوکۍ اوسني حکومت ته وسپارل شي.

د سیاسي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « د ملګرو ملتونو  سازمان څوکۍ باید حاکم حکومت ته وسپارل شي، ترڅو هر ډول موضوعات چې د ملګرو ملتونو د سازمان په ناستو کې تر نیوکې لاندې راځي، باید د حاکم حکومت مسوول هلته موجود وي او ځواب یې وايي.»

  د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي: « تر هغې چې د پردې تر شا پر مهمو مسایلو باندې له غرب او سترو قدرتونو سره، که هغه په سیمه کې دي او که په نوره نړۍ کې، د افغانستان حکومت یوه واضح توافق ته ونه رسېږي، تر هغې به دا څوکۍ د کابل حکومت ته ونه سپاري.»

یو شمېر نور بیا  پر دې باور دي، که د افغانستان حکومت استازي د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې کډون کړی وی، نو کولی يې شول چې پر حکومت د نړيوالو باور جلبولو ته لابي وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « تر هغې چې له نړیوالو سره د طالبانو راکړه ورکړه او په رسمیت پېژندلو موضوع حل نه شي، دغه څوکۍ به همداسې په انزوا کې پاتې وي.»

خو ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته د سرپرست حکومت نوماند سهېل شاهین وايي، د يادې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره يې ټول معيارونه او شرايط پوره کړي.

د شاهین په خبره، د يادې څوکۍ په ترلاسه کولو سره به د افغانانو هغه ستونزې چې پر نړيوالو پورې اړوند دي، نسبي حل شي.

هغه زیاته کړې: « په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت خپل ټول شرایط پوره کړي او باید د دوی غوښتنه ومنل شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ورکړه به د دې زمینه برابره کړي، چې د افغانستان خلکو د ستونزو حل لپاره له نړۍ سره خبرې وشي او له نړۍ سره د تعامل لپاره به هم لاره هواره شي.»

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ۷۸ یمه ناسته داسې مهال روانه ده، چې د درېيم کال لپاره په پرلپسې توګه په کې د افغانستان څوکۍ خالي ده. خو ملګري ملتونه ادعا کوي، چې ياده څوکۍ به د افغانستان مشروعيت لرونکي حکومت ته سپاري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist