ولسمشر ټرمپ ویلي، که ایران پر امریکایانو او یاهم د هغوی پر شتمنیو بریدونه وکړي نو د ایران پر ۵۲ سیمو باندې به سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ پر ټوېټر لیکلي، له دغو ۵۲ سیمو ځینې یې د ایران لپاره ډېر مهم او د لوړې کچې سیمې دي.
ټرمپ ګواښ کړی که ایران د غچ اخېستو هڅه وکړي نو ډېر چټک به یې ځواب ورکړي.
ټرمپ ویلي، امریکا نور ګواښونه نه مني.
ایرانیان د غم او غچ پر پوله ولاړ دي
ټول ایران کې د سپاه پاسدران د پیاوړي جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو ماتم دی.
د ایران حکومت او ولس له امریکا څخه د سخت غچ اخیستو ګواښونه هم کوي.
د ایران واټونو ته را وتلي کسان وايي، سلیماني یې يو پیاوړی قومندان و او د هغوی لپاره له ویاړ ډکې جګړې کړې دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پر امریکا غږ کړی چې د سلیماني غچ به خامخا اخلي.
اخوا ایرانیان د سلیماني له منځه تګ د هغوی لپاره ستره ضایعه بولي او زیاتوي چې امریکا یې پر وړاندې نړیواله ترهګري پېل کړې ده.
د امریکا ولسمشر ټرمپ تازه ویلي، د نړۍ لومړی نمبر ترهګر یې وژلی دی.
ټرمپ زیاته کړې، ایران هېڅ کومه جګړه نه ده ګټلې خو هېڅ کوم مذاکرات یې هم نه دي بایللي.
ټرمپ وویل، “هغه څه چې د امريکا متحده ايالتونو پرون وکړل، بايد ډېر وړاندې شوى واى. د ډېرو خلکو ژوند به ژغورل شوى واى. په دې وروستيو کې ايران کې د احتجاجيانو د ظالمانه ځپنې مشري سليماني کوله، چې څه د پاسه زر تنه بې گناه ملکيان د خپل حکومت له لوري شکنجه او ووژل شول. موږ تېره شپه د يوې جگړې د درولو لپاره اقدام وکړ نه د يوې جگړې د پيلولو لپاره.”
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د قطر بهرنیو چارو وزیر تازه تهران ته روان شوی دی.
د نړۍ ډېر شمېر مشرانو ويلي کېداى شي د سليماني وژنه د سيمې امنيت لپاره جدي پايلې ولري، خو د ملگرو ملتونو سرمنشي ويلي نړۍ خليج کې د يوې بلې جگړې توان نه لري.
د سپاه پاسداران د قدس څانګې مشر، جنرال قاسم سلیماني د جمعې پر سهار د بغداد په هوایي ډګر کې هغه مهال ووژل شو چې امریکا یې د موټرو پر کاروان ډرون برید وکړ.
۶۲ کلن سلیماني په منځني ختیځ کې د ایران د پوځي عملیاتو څارونکی و.