Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د م.م امنیت شورا : اسلامي امارت لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/08/05

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خوړو د ناامنۍ په تړاو ناسته چې د امریکا پر مشرۍ ترسره شوې د روسیې، بریتانیا او هند په ګډون ګڼو هېوادونو  استازو د افغانستان بشري وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې ده.

دې شورا کې د روسيې استازي ډیمتري پولیانسکي امریکا او ملاتړي یې د افغانستان اوسني بد بشري وضعیت لامل وبلل.

 پولیانسکي زیاته کړې:« د خوراکي توکو برخه کې ډېری بحرانونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د امریکا او د دوی متحدینو کړنو او یا د دوی د اوږدمهاله پالیسیو له امله رامنځته شوي. د بېلګې په توګه افغانستان چې بریتانوۍ همکارې یې یادونه وکړه، له ۲۰ کلونو راهیسې د لوږې او بې وزلۍ څخه د راپورته کیدو لپاره مبارزه کوي، ځکه چې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف داسې څه کړي چې دغه دودیز او فرهنګي هېواد  په غربي لید باندي ډیموکرات کړي.»

د بریټانیا استازې ډیم باربرا هم د افغانستان په روان بشري وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې ډېری مېندې د خپلو ماشومانو لپاره د خوارک موندلو وس نه لري او په خبره یې په  لوږه کې ژوند کوي.

باربرا زیاته کړې:« په افغانستان کې، که چیرې خلک د خپلو ماشومانو مړینه نه شي لیدلی، خو ځینې مېندې له یوې سختې پریکړې سره مخ دي چې یا خپل ماشومان وپلوري او یا له لوږې مړه شي.»

دا چې له کلونو راهیسې افغانستان له لوږې او فقر کړيږي نو د هند استازې روچیرا کمبوج ویلي چې د افغانستان په ګډون یې له ګڼو هېوادونو سره د خوړو د ناامنۍ  مخنیوي په موخه مرستې کړي او یوازې افغانستان ته یې ۵۰ زره میتریکه ټنه غنم ځانګړي کړي دي.

هغې زیاته کړې:« زه غواړم ووایم چې هند تل سختو حالاتو کې له خپلو ملګرو سره د مرستې لپاره فعال پاتې شوی دی. ان د کورونا وبا پر مهال، هند د ګاونډیو په ګډون ډېری هېوادونو ته د خوړو د خوندیتوب پیاوړي کولو لپاره زرګونه میټریک ټنه غنم، وریجې، دال او د خوراکي توکو مرستې چمتو کړې. په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په پام کې نیولو سره هند د افغانستان له خلکو سره  د مرستې لپاره د ۵۰ زره مټریکه ټنو غنمو مرسته پیل کړه.»

دا لومړۍ ځل نه دی چې نړیوال د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه ښيي بلکې له وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د موندنو له مخې، څه باندې ۲۹میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې کې یې نیمايي برخه مېرمنې او کوچنیان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي
افغانستان

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي

سپتمبر 23, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist