د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ ویلي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره مفصیلي او سپینې خبرې کړي د ي.
وېسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د اسلامي امارت له پلاوي سره یې په افغانستان کې د مهمو مسئلو په اړه دوه ورځنۍ ناستې پای ته رسېدلي دي.
وېسټ زیاته کړې، په دې لیدنو کې یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډونتوب او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د وېسټ په وینا دوه اړخیزې خبرې مفصلې او سپینې وې او زیاتوي، اړینه ده چې د افغانانو د ملاتړ او د ګټو د خوندي کولو لپاره یې دا ډول خبرې دوام وکړي.