د اسلامي امارت تر چتر لاندې د نجونو زدهکړې او پر ښځو د کار بندیز هغه مسله ده چې د نړيوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ کشاله ګرځېدلې.
نړيوالې ټولنې او په تېره امریکایي چارواکو په ځلونو له سرپرست حکومت غوښتي، چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې کړي ترڅو د افغان مېرمنو او نجونو اساسي حق پر ځای شي.
تازه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترېش پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي، ښځې هر ځای د خوندي او باعزته ژوند حق لري او د ياد قشر د اساسي حقونو خونديتوب لپاره به هڅو ته دوام ورکړي
هغه زیاته کړې:« ښځې او نجونې په هر ځای کې د عزت او وقار سره د ژوند کولو مستحقې دي. موږ به هېڅ کله تسلیم نشو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د دوی بنسټیز بشري حقونه په هر ځای کې ساتل کیږي.»
خو د ښځو د حقونو فعالان پر دې باور دي، چې د اسلامي امارت له لوري ښځو ته د حقه حقونو ورکړه د شعار تر حده ده او په خبره يې په عمل کې دا څه نشته، چې د ښځو او نجونو د حقونو تحقق دې تضمين کړي.
شاوخوا ۶۷۰ ورځې کېږي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ منعه شوي دي.
دې مودې ته په پام يو شمېر نجونې بیا وایي، د ښوونځیو له تړل کېدو سره یې هیلې له لاسه ورکړي او له اسلامي امارت غواړي چې زدهکړو اجازې ترلاسه کولو په بدل کې د هر ډول حجاب مراعت کولو ته تيارې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې د ښځو حقونه تر ډېره تامین شوي او په خبره یې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځ ته کولو په هڅه کې دي او ډېر ژر به د نجونو پر مخ ښوونځي پرانېستل شي.
مجاهد زیاتوي:« باید ووایو چې افغان مېرمنې اوس هم با وقاره ژوند کوي، عزت یې خوندي شوی دی، د تجاوزونو مخه نیول شوې، دوی ( ښځو) ته د یوه ارزښتمن موحجود په سترګه کتل کېږي. د زده کړو او کار پر موضوعاتو یې هم کار روان دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې څلور ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځينو چارواکو ويلي ول، چې د عصري علومو زدهکړه فرض نه ده او یوازې يې د دیني علومو زدهکړې پر نر او ښځې فرض بللې وې، چې دې څرګندونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وپارول.