Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون ټولو اړخونو سره ګډ کار کوي

بریټانیا د افغانستان سرپرست حکومت په ګډون ټولو اړخونو سره ګډ کار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/07/12

په داسې حال کې، چې ځينو هېوادونو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل لپاره يو لړ شرايط وړاندې کړي، خو بریټانیا  د اوسني حکومت په شمول له ټولو اړخو سره د ګډ کار ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا شارژادافېر رابرټ ډیکسن وايي له ګډ کار يې موخه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټېنګښت دی.

خو د دې ډاډ ترڅنګ يې پر سرپرست حکومت د فشارونو د دوام خبر هم ورکړی او زياته کړې يې ده، چې دا فشارونه به د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو تحقق په موخه دوام وکړي.

ډيکسن زیاته کړې:« موږ به د افغان ښځو او نجونو اړوند خپل فشار ته دوام ورکړو تر څو دوی خپل بشپړ توان ته ورسیږي او له هر چا سره، د طالبانو په ګډون به د یو پر امنه او سوکاله افغانستان لپاره کار کوو.»

ډیکسن افغانستان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او وايي،  ياد سفر يې له افغانستان څخه د بریټانیا ملاتړ ته ژمنتيا څرګندوي.

بریټانیا که څه له افغانستان سره د ۶۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستو خبر ورکړی، خو ډیکسن يې لا هم په افغانستان کې بشري وضعيت ناسم بولي.

د ډیکسن په خبره، ياد بشري وضعيت د نيمې پېړۍ پر جګړو سربېره، د وچکالۍ او نورو عواملو له کبله نور هم سخت شوی دی.

هغه زیاته کړې:« افغانستان لا هم د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران زغمي. کوم چې د نیمې پیړۍ شخړو او وچکالۍ څرګندونه کوي، چې د اقلیم د بدلون له امله نور هم بحراني شوی. له ۲۸ میلیونو څخه ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او اقتصادي وضعیت یې هم خراب او ناڅرګنده ښکاري.»

‌د سیاسي چارو شنونکي بيا په افغانستان کې بشري وضعيت ته په پام سره د نړيوالو او په ځانګړې توګه د بریټانیا د مرستو پر دوامداره کېدو ټينګار کوي.

دوی وايي، د يادو مرستو د دوامداره کېدو په موخه اړتيا ده چې سرپرست حکومت د نجونو د زده‌کړو او د مېرمنو پر کار کولو د بنديزونو په اړه پر شویو پرېکړو له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې راتلونکې مياشت په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنېدو دوه کاله پوره کېږي، خو د يادې مودې په تېریدو سربېره هم، د نجونو د زده‌کړو او په ادارو کې د مېرمنو د کار کولو طرحه لا هم نه ده چمتو شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي
افغانستان

همکار: هېواد کې د برېښنا اړوند ۲۵۰ پروژو چارې روانې دي

سپتمبر 23, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist