پاکستاني ځواکونو په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په شمول د هغو افغانانو د نيولو او ځورولو لړۍ جاري ساتلې، چې د کار او يا هم د درملنې په موخه تللي.
د بښنې نړیوال سازمان د جون ۲۰ مې د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور د پاکستان پر حکومت غږ کړی دی، چې ژر تر ژره دې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو خپلسري نیول او ځورول بند کړي.
د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، دغه افغانان د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي، خو هلته هم خوندي پاتې نه دي.
د راپور یوه برخه:« پاکستان حکومت دې د پناه غوښتونکو افغانانو ځورول او په خپله خوښه نیول بند کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان له نیولو وروسته ډېری افغانان پاکستان ته تللي، چېرته چې له خپلسرو توقیفونه، نیولو او د اېستلو له ګواښ سره مخ شوي. د ثبت په پروسه کې د ځنډ له امله ډېری هغه یې د ثبت کارتونه نه لري او دغه ځند پاکستاني پولیسو ته د دوی ځورول او له دوی څخه د پیسو شکول اسانه کوي.»
که څه هم په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولینو په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل په موخه له چارواکو سره خبرې کړي، خو داسې ښکاري چې پر حل يې نه دي توانېدلي او له همدې کبله يې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له سترې کمېشنرۍ د همکارۍ غوښتنه کړې.
پاکستان کې افغانستان سفارت سرپرست سردار احمد شکیب وايي:« غواړم د پاکستان له خلکو او حکومت څخه مننه وکړم، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې له افغان کډوالو په ورین تندې مېلمه پالنه وکړه. خو له بده مرغه باید یادونه وکړم، چې په دې وروستیو کې افغانان له یو لړ جدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو پلمو ځای ځای نیسي او ځوروي یې. د پاکستان له حکومته مو هېله دا ده چې د افغانانو د ځورونې مخه ونیسي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا په دې باور دي، که په پاکستان کې د افغانانو نیول او ځورول دوام وکړي، نه یوازې دا چې پر پاکستان به نیوکې زیاتې شي، ترڅنګ به يې د دواړو هېوادونو پر اړیکو هم منفي اغېز وکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې له ۳.۷ میلیون ډېر افغانان مېشت دي چې یوازې ۱.۴ میلیونه هغه یې راجسټر شوي دي.