د افغانستان بشر حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ به خپل هغه راپور د ملګرو ملتونو بشرحقونو ۵۳ ناستې ته وړاندې کړي، چې د افغان ښځو او نجونو حالت یې په کې راخیستی.

نوموړي له خپلې کاري ډلې سره یو ځای په خپل راپور کې افغانستان کې ښځې له حقونو محرومې بللې او لیکلي یې دي، چې ښځې په سیستماتیکه توګه له صحنې اېستل کېږي.

بېنېټ زیاته کړې:« افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د دوی د تګ راتګ، لباس، چلن، د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسي په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.»

راپورکې ځینې موضوعات د سروې په اساس لیکل شوي خو اسلامي امارت د ریچارډ بېنېټ او کاري ډلې راپور پروپاګنډ او له واقیعته لرې بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په راپور کې ځینې موضوعات په لوی لاس غلط تعبیر شوي او هڅه په کې شوې چې د افغانستان انځور غلط وړاندې کړي.

مجاهد زیاته کړې:« د ریچارډ بېنېټ راپور چې ځینې برخې یې موږ وینو او رسنیزې شوې، تر اوسه پورې هغه برخې دي چې لېدل کېږي، ټول پروپاګند دی. د دوی د مالوماتو سرچینې قوې نه وې او یا په لوی لاس غوښتل شوي چې ځینې موضوعات ناسم تعبیر او راواخېستل شي.»

د ښځو حقونه، کار، د نجونو زده کړې هغه موضوعات دي، چې د نړۍ او سرپرست حکومت د یوځای کېدو پر وړاندې خنډونه بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ښځو او نجونو په اړه باید اسلامي امارت په ځینو پرېکړو کې تغیر راولي ترڅو هغه بهانې پای ومومي چې د تعامل او اړیکو خنډ واقع شوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« که دوی ( اسلامي امارت) واقعا غواړي چې له نړیوالو سره تعامل وکړي، نړیوالو سره اړیکې پيدا کړي، نو باید دغه ستونزې حل کړي او اصلاحات راولي، ترڅو نړیوالو ته دغه پلمې ختمې شي. په خواشینۍ سره چې تر اوسه پورې دغه ګونګه فضاء د عامو افغانانو لپاره واضح شوې نه ده. »

د افغانستان بشرحقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په خپل راپور کې له ښکېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو غوښتي دي چې په افغانستان کې د ښځو حقونو ورکړې لپاره باید غلي پاتې نه شي.

اسلامي امارت بیا وايي، د شریعت په رڼا کې د ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي او د حقونو تعریف باید ټولنې او ارزښتنو ته په کتو وشي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ