نړیوال بانک په یوه راپور کې د نړۍ اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې او د افغانستان په ګډون یې د سوېلي اسیا هېوادونو اقتصاد مخ پر ځوړ بللی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د سویلي اسیا هېوادونو اقتصادي وده به په ۲۰۲۳ کال کې ۵.۹ سلنه او په ۲۰۲۴ کال کې ۵.۱ سلنه را ټيټه شي.

په راپور کې رغلي،چې د افغانستان په ګډون د سوېلي اسيا هېوادونو اقتصاد اغیزمن شوی او د بحرانونو د دوام له امله د دوی او په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او سریلانکا اقتصادي وده کمزورې شوې.

د راپور یوه برخه وايي:« په افغانستان کې بې وزلي زیاته شوې ده، چې نږدې د نفوس ۹۲ سلنه وکړي د کمو عوایدو له امله کافي خواړه نه لري. په سیمه کې د ځینو هېوادونو اقتصاد اغیزمن شوی او سختو بحرانونو په دوامداره توګه د دوی او په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او سریلانکا وده کمزورې کړې.»

له دې وړاندې دې بانک ګڼو راپورونو کې منلې، چې د افغانستان سرپرست حکومت عواید په ښه ډول ټول کړي، د مامورینو معاشونه یې پر وخت ورکړي او له همدې کبله د توکو بيې هم ټيټې شوي دي.

د نړیوال په راپور کې وړاندې ویل شوي،چې د نړیوالو مرستو له امله د افغانستان اقتصادي وضعیت باثباته شوی او هېله یې ښودلې ده، چې تر راتلونکو دوو کلونو به نور هم مثبت لور ته ولاړ شي.

د راپور یوه برخه وايي:« په افغانستان کې د ۲۰۲۲ جولای د میاشتې پرتله د ۲۰۲۳ کال مارچ میاشت کې د توکو بیه له دوو برابره ۱.۹ ته راټیټه شوې. دا چې په دغه هېواد کې د مرستو د دوام له امله اقتصادي وضعیت باثباته پاتې شوی دی، نو داسې تمه کیږي، چې راتلونکو دوو کلونو کې به نور هم مثبت بدلون ومومي.»

نړیوال بانک د افغانستان د اوسني اقتصادي ثبات اصلي لامل د نړیوالو مرستو دوام بولي، خو د سیاسي چارو شنونکي بيا دا باثباتي لنډمهاله بولي.

دوی په دې باور دي،چې د افغانستان اقتصاد دایمي ثبات په موخه بايد د لويو پروژو پر تطبيق، کانو کېندنو او د انرژۍ توليد په برخو کې پانګونه وشي.

بل خوا اسلامي امارت هم مني،ؤ چې ځینې اقتصادي ستونزې شته دي، خو ډاډ ورکوي، چې د سترو پرژو د عملي کولو لپاره یې کارونه پیل کړي او هڅه کوي، دې ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

نړیوال بانک د افغانستان پر اقتصادي ودې داسې مهال اندېښنه ښودلې ده، چې دې وروستیو کې پر ښځینه کارکونکو د کار بندیز له امله نړیوالو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړې دي.
/*! elementor - v3.11.5 - 14-03-2023 */ .elementor-heading-title{padding:0;margin:0;line-height:1}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title[class*=elementor-size-]>a{color:inherit;font-size:inherit;line-height:inherit}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-small{font-size:15px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-medium{font-size:19px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-large{font-size:29px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xl{font-size:39px}.elementor-widget-heading .elementor-heading-title.elementor-size-xxl{font-size:59px}
شریک یې کړئ