Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په کندهار کې د سنو فارما درملو جوړولو کارخونه پرانېستل شوه

په کندهار کې د سنو فارما درملو جوړولو کارخونه پرانېستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/07

په کندهار ولایت  کې وړمه ورځ  د سنو فارما په نوم د درملو جوړولو یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

دغه کارخونه د ۷۱ پانګه والو له لوري د شپږو کلونو په موده کې جوړه شوې،چې په درېیو برخو کې به شااوخوا ۵۰ میلیونه ډالر پانګه پرې مصرف شي.

د یادې کارخونې مسوولین وايي، دا مهال د کارخونې یو فاز فعال شوی دی،چې د اته کاري ساعتونو په موده کې د ۵ میلیونه او ۶۰۰  زرو ګولیو، دوه میلیونه کپسول او ۶۰ زره بوتله شربت جوړلو ظرفیت لري.

د کارخونې مشر محمد سعید صدیق وايي، کارخونه د روغتیا نړیوال سازمان او د جي.اېم.پي په نړیوال سټنډرډ برابره ده.

صدیق زیاتوي:« دغه درې ماشینونه نن فعاله دي. درمل جوړ شوي دي، پایله یې مثبته ده او درمل اوس زموږ په ګودامونو کې ځای پر ځای دي. هېله شته ده،چې په راتلوونکو درېیو میاشتو کې سنوفارما دوه لینه نور فعاله کړي.»


د کارخونې د پرانېستې مراسمو کې د خوړو او درملو ملي ادارې مسولینو وویل ،هر کال په هېواد کې له یو میلیارد ډالرو ډېر پر درملو مصرفېږي، همدارنګه د باکیفیته درملو نشتوالی د دې لامل کیږي، چې زرګونه ناروغان د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي او ډېر لګښتونه وکړي.

 د درملو ملي ادارې مشر عبدالباري عمر وايي:«هر کال افغانان له افغانستانه ۳۰۰ میلیونه ډالر د خپلو ناروغانو درملنې لپاره له هېواده وباسي. زموږ افغانان ۷۷ سلنه صحي مصارف له خپل جیب کوي. که چېرې دلته کیفیت ښه وي، زموږ غذايي توکي، زموږ درمل له معیار سره برابر وي، نو بیا زما او ستا ولس د نورو هېوادونو په سرحدونو کې سرګردانه نه وي.»

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي بیا وايي:« موږ تل هڅه کړې او کوو یې، چې د خپل صنعت ملاتړ وکړو»


په همدې حال کې سوداګر او صنعتکاران له حکومته د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د لا زيات ملاتړ غوښتنه کوي.


د مالوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې د درملو له ۸۶ کارخونو څخه ۶۰ یې فعالې دي.

په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان خلک د خپل عاید ۷۰ سلنه په درملو لګوي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي
روغتیا

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته
روغتیا

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د شدید نس ناستي او کانګو تبې خطرونه لاهم شته

جولای 23, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي
روغتیا

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده
روغتیا

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي
روغتیا

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوې دي

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist