هغه زیاته کړې:« د ایران مشران زور ښودنه کوي، افغانستان ته د دوښمن په ډول ان د جګړې ګواښونه کوي، ولې؟ دوی داسې استدلال کوي،چې ایران له افغانستانه هغه اندازه اوبه نه ترلاسه کوي،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال د اوبو د معاهدې له مخې یې باید ترلاسته کړي.»
خلیلزاد، د وړاندیز په بڼه له دواړو لوریو غواړي،چې د حقابې د کشالې او د اختلافي شرایطو د هواري په موخه باید د تړون مواد عملي کړي.
د خلیلزادا په خبره، افغانستان او ایران باید د اوبو مسله د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل کړي او د اړتیا په صورت کې دې، قضیه د منځګړي په توګه درېیمګړي لوري ته راجع کړي.
هغه زیاته کړې:« په تړون کې راغلي،چې د ابو اندازه ښایي ځینې کلونه د وچکالۍ او یا هم د ځینو غیرمترقبه پېښو د رامنځته کېدا په صورت کې کمې شي، د رامنځته شوې کشالې د حل په موخه پکار ده،چې د شخړې په صورت کې دواړه هېوادونه باید، راپورته شوې ستونزې ته د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل لار ولټول شي، د منځګړي په توګه دې قضیه درېیمګړي ته راجع شي او که چېرې وړاندیز شوي ګامونه کار ورنه کړي، په هغه صورت کې باید موضوع محکمې ته راجع شي.»
د سیاسي چارو شنونکي هم سره له دې چې د ایراني چارواکو وروستي دریځونه د نړیوالو او ډیپلوماتیکو اصولو خلاف کړنه بولي، خو د قضیې حل له ګوتڅنډنو وراخوا په رسمي دوه اړخیزو ناستو کې لټوي.
دوی وایي، ایرانی لوری باید د حقابې د حل لپاره باید له بېځایه خبرداریو تېر شي او د ګډو او متخصصو پلاوو په حضور کې د قضیې ټولې خواوې وارزول شي اولازم اقدامات دې ترسره شي.
د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو پر سر نادرۍ هغه مهال خپل اوج ته ورسېدې،چې تېره اونې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر افغان لوري تندې نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ،چې که چېرې افغان حکومت د حقابې مسله بابېزه وګڼي، نو دوی پوهېږي، چې له دې قضیې سره څه ډول عمل وکړي.