Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د جګړې د خصوصي کولو مخالفت لاسته راوړنه دی؟

admin by admin
2018/10/08

وروسته له هغې چې پنټاګون او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان جګړې د خصوصي کولو په تړاو هر ډول خبرې کول رد کړل، ورسره سم د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر اعلامیه خپره کړه او په دې پسې ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې د جګړې د خصوصي کولو په اړه کلک مخالفت وښود.

اوس چې د جګړې د خصوصي کولو او بلک واټر امنیتي کمپنۍ ته د سپارلو موضوع توده ده، تراوسه افغان حکومت په دې تړاو غلی و، خو کله چې د بلک واټر کمپنۍ مسوول کابل ته راغلی و او دلته یې له ځینو پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره لیدنې کړې وې، دا انديښنې لا زیاتې شوې چې ګنې امریکا غواړي جګړه خصوصي امنیتي کمپنۍ ته وسپاري.

بلک واټر امنیتي کمپینۍ ته د عراق جګړه هم سپارل شوې وه چې له زیاتو ننګونو سره مخ شوه او عراق کې یې زیات خلک بې ګنا ووژل او بلاخره یې امریکايي ځواکونه اړ شول چې هلته پوځي ماموریت پای ته ورسوي.

اوس چې د افغانستان جګړه د ناسم مدیریت له کبله سخته شوې، امریکا غواړي چې د دې جګړې په نورو اړخونو فکر وکړي یو اړخ یې د جګړې خصوصي کول دي.

افغان حکومت په دې ښکاره اعتراف نه دی کړی چې د جګړې مدیریت یې ناسم دی چې له کبله یې د افغان سرتېرو مرګ ژوبله لوړه شوې او زیاتو سیمو باندې د طالبانو ولکه راغلې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د اعلی پوځ سرقومندان دی، د جګړې په تړاو داسې کارنده پالیسې رامنځ ته نه کړه چې جګړه کمه او یا مخالف لوری کمزوری کړي، بلکې برعکس جګړه زیاته شوه او مقابل لوري د افغان حکومت له خالیګاوو ګټه پورته کړه او ځان یې پياوړی ثابت کړ.

د کندز دوه ځله سقوط، د فراه سقوط، د غزني سقوط او د ارزګان، زابل او هلمند د مرکزونو کلابندي چې مرکز ترینکوټ له دوه نیم کالو راهیسې محاصره دی، خو دا چې د جګړې لپاره سمه قومنده نشته، افغان ځواکونه قرباني ورکوي، خو هیڅ نتیجه نه ورکوي.

له دې ټولو سره ـ سره افغان ولسمشر په احساساتي ویناوو کې په خلکو احسان کوي چې ګنې ۱۰۰۰ کلونو کې به هم د جګړې د خصوصي کولو پریکړه و نه کړي او نه به افغان جګړه خصوصي کمپنۍ ته وسپاري.

ولسمشر محمد اشرف غني ته د جګړې له خصوصي کولو سره مخالفت هم لاس ته راوړنه ښکاري، د جګړې له خصوصي کولو سره مخالفت باتوري نه ده، بلکې د جګړې مدیریت او د جګړې ختمول باتوري ده چې اوسنی حکومت پکې سل په سلو ناکام دی.

سراعلی قومندان ډیر زیات ټینګار په هوایي بریدونو کوي چې ګنې اغیزمن دي، خو د دې بریدونو له کبله یواځې په تېره میاشت کې ، په کندز، میدان وردګ، کاپیسا، لوګر او کندهار ولایتونو کې لسګونه ملکي وګړي شهیدان شوي او ټپيان شوي دي.

ولسمشر چې ډیره کله په سر اعلی قومندانۍ افتخار کوي او بار ـ بار یې یادوي، هیڅکله یې د بهرنیو ځواکونو هغه بریدونه و نه غندل چې ملکي وګړي پکې قرباني ورکوي.

د افغانانو لومړیتوب د جګړې ختمول او د سولې راوستل دي، خو اوسني حکومت افغانان دې ارمان ته و نه رسول، یو لامل دا دی چې د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې توازن و نه ساته او اوس ویره شته چې د امریکا او روسيې ټکر په افغانستان کې رامنځ ته شې.

د ملي امنیت شورا مخکینی سلاکار حنیف اتمر د امریکا، چین او روسیې سره په اړیکو کې د توازن ساتلو لپاره هڅه کوله چې بالاخره یې له روسیې سره په اړیکو او همکاریو تورن کړ او فشار یې پرې راوړ چې استعفا ته مجبور شو.

ښاغلی اتمر پوهیده چې افغانستان کې که سیاستونو کې توازن رامنځ ته نه شي، ممکن روسیه او امریکا سره ټکر کې واقع شي چې زیان به یې افغانستان او افغانانو ته وي.

د چهارشنبې په ورځ په یوې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي اعتراف وکړ چې افغانستان د امریکا او روسیې ترمنځ د سیاسي رقابت ډګر ګرځیدلی او که دا لړۍ دوام پیدا کړي عواقب به یې ګران وي.

روسیه په افغانستان کې له داعش انديښمنه ده او د طالبانو د ملاتړ تور دی پرې، امریکا بیا د داعش په ملاتړ تورنه ده او دواړو اړخونو کې قرباني افغانان ورکوي.

اوس که د جګړې او سیاستونو لپاره سم مدیریت رامنځ ته شي او به بهرنیو اړیکو کې توازن وساتل شي، نږدې ده چې نیابتي جګړه کمه او د افغانانو د قربانۍ درنه لړۍ ودریږي چې په جګړه کې یې ورکوي، هغه جګړه چې د افغانانو نه ده، خو قرباني یې ورکوي.

سیما شاکر

یادښت: لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، شمشاد په دې برخه کې بې پرې دی

ShareTweetShareSendSend

Related News

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
مقالې

د بین الافغاني خبرو پیل په تړاو د قطر بهرنیو چارو وزیر وینا

سپتمبر 15, 2020
مقالې

د نړيوالو اړیکو اخلاق

مې 14, 2019
مقالې

تېروتنه ، یانې څه؟

جنوري 10, 2019
مقالې

د جګړې نویو ملاتړو ته اړتیا ده !

جنوري 6, 2019
مقالې

چارچوب آستانه، مذاکرات سوریه

دسمبر 26, 2018

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist