د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړیکو بیا پيوند کولو ته زیاته تمه نشته.
له نسبتا اوږده ځنډ وروسته د کابل او اسلام آباد د استازو تر منځ خوږې خبرې تبادله شوي دي.
که څه هم په هر رسمي سفر او ډیپلوماټیکو ناستو کې هر لوری په دې هڅه کې وي چې د خپلو اهدافو د پوره کېدو لپاره په نرمو خبرو مقابل تر اغیز لاندې راولي، خو تېرو تجربو ته په کتو باور دا دی چې پاکستان هر ځل په ورته سفرونو کې افغان لوري ته په شاتو کې زهر ورکړي دي.
د ملي امنیت شورا له ادرسه دغه سفر په متقابل درناوي ولاړ ښودل کیږي او تر څنګ یې په ځینو پخوانیو مسایلو د بحث خبرې هم کیږي.
پاکستان له دې امله کابل ته بې باوره دی چې هر ځلې یې په کړیو ژمنو عمل نه دی کړی او په هره موضوع کې یې یوازې خپل ګټه سنجولې ده.
کابل ـ اسلام اباد د اړیکو د رغېدو تر څنګ د افغانانو لپاره تر ټولو په حساسه موضوع ډیورنډ فرضي کرښه باندې هم د خبرو تبادله کړې، هغه څه چې په اوس کې پاکستان په دې برخه کې په افغان لوري برلاسی ښودل کیږي.
له دې سفر وروسته ټاکل شوې ولسمشر غني هم د عمران خان په رسمي بلنه اسلام ته اباد ته سفر وکړي چې د سفر اجنډا به له ترهګرۍ سره مبارزه او د سیمهییز اقتصادي اتصال همکاري وي.