افغان او ازبېک سوداګرو په بلخ کې ګډه پانګونه پيل کړه. په دې ترڅ کې د یوه ازبېک او افغان سوداګر ترمنځ په شریکه د چرګانو پر یوه فارم ۶۰ میلیون امریکايي ډالره پانګونه کېږي.
د دې فارم مسوولین د کار پيلولو پرمهال وايي، دا فارم به تر راتلونکو درېیو کلونو د چرګوړو، هګیو او چرګانو د غوښې تولیدول پيل کړي.
افغان پانګوال سکندر منصور وايي: « د پانګونې ټوله کچه نږدې ۶۰ میلیونه ده. د دې کارخونې لپاره ۴۰۰ جریبه ځمکې ته اړتیا ده او په کې د چرګوړو تولید، د هګیو تولید او د چرګانو غوښې تولید ترسره کېږي.»
ازبېک پانګوال عبدالطیف وايي: « دوه میاشتې وروسته زموږ د چرګوړو تولید پروسه پیل کېږي چې ورسره به وکولی شو په یوه ورځ کې ۱۰۰ زره چرګوړي تولید کړو. تمه لرو چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه۳۰ میلیونه چرګوړي تولید شي او همداراز، تر ۲۰۲۷ کال پورې ۳۶۰ میلیونه هګۍ هم ترلاسه شي. د دې ترڅنګ به په ۲۰۲۸ میلادي کال کې ۴۵ زره د غوښې چرګان هم تولید کړو.»
د دې فارم جوړیدو د چارو پیل په مراسمو کې د دواړو هېوادونو چارواکو په اقتصادي وده کې دا ډول ګډې پانګونې مهمې وبللې.
دوی یو بل ته په خپلو هېوادونو کې د سوداګرۍ د پراخې زمینې برابرولو ژمنې وکړې.
د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس ابراهیم غضنفر وايي: « افغانستان د چرګانو د فارمونو په برخه کې لویې لاسته راوړنې لري او د چرګانو د غوښو په تولید کې نږدې ځان بسیاینې ته رسېدلی. همدارنګه د چرګوړو د تولید په برخه کې هم د ځان بسیاینې هڅې روانې دي.»
د ازبېکستان نمنګان والي شوکت عبدالرازق اوف وايي: « د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام نن د ازبېکستان نمنګان ولایت سوداګرو له افغان سوداګرو سره په ګډه د ۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت بلخ ولایت کې د چرګوړو، چرګانو هګیو او غوښو د تولید کارخونه پرانسته. موږ د دې ترڅنګ سوداګرۍ برخه کې نورې برنامې هم لرو، ترڅو مو اړیکې لا پیاوړې شي.»
له دې ټولو سره، د بلخ والي مرستیال د دواړو لورو پانګوالو د دې ګام هرکلی وکړ او زیاته یې ګړه چې ورسره به په کور دننه ګڼو کسانو ته د کار کولو فرصت هم برابر شي. د بلخ مرستیال والي د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
نورالهادي ابو ادریس وايي: « موږ له ازبېک او افغان سوداګرو غوښتنه کوو چې افغانستان کې داسې پانګونې وکړي چې دواړو هېوادونو ته ګټه ولري. له دې ډول کارخونو سره به ډېرو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»
د یادونې وړ ده چې وروستیو میاشتو کې له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته په کور دننه د چرګانو فارمونو جوړول زیات شوي، ترڅو د چرګانو غوښې او هګیو اړتیا په کور دننه پوره شي.
سره له دې چې په بلخ کې د چرګوړو د تولید ۷ نورې کارخونې هم فعالیت کوي، خو لا هم د چرګانو غوښه او چرګوړي له ازبېکستان او ایران څخه واردېږي.
د دولت او پانګوالو دغه نوې هڅې د چرګانو د صنعت ځان بسیاینې او د بازارونو د بیو د ثبات ساتلو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.