په داسې حال کې چې د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې نږدې میاشت پوره کېږي، لا هم داسې نهښکاري چې دواړه خواوې دې یوې مطلوبې پایلې یا جوړجاړي ته ورسېږي.
که څه هم د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ویلي چې ایران غواړي جوړجاړی وکړي او په خبره یې، دا څه د امریکا غوښتنه هم ده؛ خو ایراني لوري د ټرمپ د څرګندونو پخلی نه دی کړی.
ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي: « ایران غواړي روغه او جوړجاړی وکړي؛ هغه څه چې موږ یې هم غوښتونکي یو. موږ خپله هم غواړو چې نور یوه جوړجاړي ته سره ورسېږو. موږ په دې اړه سلا مشورې کوو، نن به سره راټول شو؛ ښایي د ټیلفون له لارې هم خبرې وکړو.»
د امریکا ولسمشر په منځني ختیځ کې خپلو شریکانو ته په اشارې ويلي، په ټولو بحثونو کې يې خپلو متحدانو ته پام دی او د منځني ختيځ په تړاو بحثونو کې عمده ځای لري.
په ورته مهال، د ځينو رسنيو له لوري داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ښایي سعودي عربستان او متحده عربي امارات په روانه جګړه کې د ايران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو ترڅنګ ودرېږي؛ هغه څه چې ښایي د روانې جګړې لوری هم بدل کړي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « که د خلیج پر هېوادونو د ایران بریدونه ادامه ولري، عرب هېوادونه به مجبور شي چې د خپل حاکمیت لپاره اقدام وکړي. ښايي دوی له امریکا سره یوځای شي او د ایران پر وړاندې نظامي ګامونه پورته کړي او دا د دوی حق دی.»
له دې سره هممهاله، د سعودي عربستان دفاع وزارت د ۴ ایراني بې پیلوټه الوتکو غورځولو اداعا کړې، خو وايي چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.
له بلې خوا، ایران یو ځل بیا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې بریدګرو ته تر بشپړې سزا ورکولو او له کړې یرغل پښېمانه کولو به جګړې ته ادامه ورکوي.
د ایران د پارلمان رییس له امریکا سره هر ډول خبرې کېدل دروغ بللي او وايي، په دې تړاو د ډونالډ ټرمپ څرګندونې په مالي او د تېلو بازارونو کې د لاسوهنې لپاره دي.
محمد باقر قالیباف زیاته کړې: « زموږ خلک بریدګرو ته د بشپړې پښېمانۍ تر کچې د سزا ورکولو غوښتونکي دي. ټول چارواکي تر هغې چې دا موخه تر لاسه نه شي، په ټینګه د مشر او د خپلو خلکو تر شا ولاړ دي. له امریکا سره هېڅ ډول خبرې نه دي شوي. د مالي او تېلو په بازارونو کې د لاسوهنې لپاره جعلي خبرونه له هغه ګرداب څخه د تېښتې په موخه دي چې امریکا او اسراییل په کې بند پاتې دي.»
په ورته مهال، اروپایي ټولنې یو ځل بیا د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ پر روانې جګړې ژوره اندېښنه ښودلې او د پای ته رسولو لپاره یې د خبرو اترو له لارې د سولې پر اړتیا ټینګار کړی.
د اروپایي کمیسیون مشره وایي، د اروپايي ټولنې ځینې هېوادونه له جګړې وروسته د هرمز تنګي د ساتنې لپاره په ماموریت کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي.
اورزولا فون در لاين زیاته کړې: « دا ډېره مهمه ده چې موږ د خبرو اترو له لارې داسې حل ومومو چې په منځني ختیځ کې شخړې ته د پای ټکی کېږدي. د دې کړکېچ غیر مستقیمې اغېزې زموږ د ګازو او تېلو پر بیو، سوداګرۍ او زموږ پر ټولنو احساسوو.»
د یادولو ده چې د دوشنبې په ورځ د خامو نفتو د بيو له راتيټېدو وروسته بیا د يوه بېرل نفتو بيه له ۱۰۰ ډالرو پورته شوه. د سې شنبې په ورځ په اسيا کې د خامو نفتو بيه نږدې څلور سلنه لوړه شوه او څه باندې ۱۰۳ ډالرو ته ورسېده.
د خامو نفتو بیې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې۱۰ سلنه راښکته شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر تاسيساتو بریدونه وځنډول او زیاته یې کړه چې له ایران سره یې ګټورې خبرې کړې دي.