له ایران سره د اسراییلو او امریکا جګړې په نړۍ کې د تېلو بیې نږدې ۲۵ سلنه لوړې کړې او په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکو کړکېچونو له امله د بیو لا لوړېدو اندېښنې هم شته.
هرمز تنګی له عربي هېوادونو او ایران څخه د تېلو د ټرانزیټ یوازینۍ لار ده چې د ایران او عمان په ګډه پوله کې موقعیت لري او د نړۍ لږ تر لږه ۲۹۰ سلنه انرژي تمويلوي.
خو اوسمهال د ایران له خوا په دې تنګي کې په سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ محدودولو امریکا له خپلو نږدې متحدینو په ځانګړې توګه له ناټو سره په ناندریو کې ښکېله کړې چې دواړه لوري یې په اړه شريک دريځ نه لري.
د ناټو سرمنشي له سيبېاېس نيوز او سکای نیوز سره په تازه مرکو کې ویلي، ایتلاف یې د درېیو پوښتنو په توګه په دې بحث کوي چې څه باید وکړي، څه وخت یې وکړي او چېرته یې وکړي؟
د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي: «له پنجشنبې راهیسې د یوې ډلې په توګه ۲۲ هېوادونه چې سوېلي کوریا، جاپان، اسټرالیا، متحده عربي امارات او بحرین هم په کې شامل دي او ډېری یې د ناټو غړي هېوادونه دي، په دې اړه ارزونه کوي چې څه شي ته اړتیا ده او څه وخت اړتیا ده؟ ترڅو هرمز یو پرانیستی او ازاد تنګی وي.»
د ناټو ایتلاف غړیو هېوادونو ناڅرګند دریځ د امریکا له توند غبرګون سره مخ شوی. ولسمشر یې تېره اوونۍ دا ایتلاف له متحده ایالاتو پرته د نوموړي په ټکو کاغذي پړانګان بللی و چې په خبره يې له ایران سره په جګړې کې د ښکېلتیا تمه ترې نه شي کېدای.
نوموړي ایران ته د یاد تنګي د پرانستلو په تړاو پر مکررو ګواښونو سربېره ۴۸ ساعته مهلت ټاکلی و او ګواښ یې کړی و چې له ټاکل شوي مهلت وروسته به د هر ډول محدودیت په غبرګون کې د ایران د انرژۍ توليدولو تاسیسات په بشپړه توګه ویجاړ کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «که ایران په ټاکل شویو ۴۸ ساعتونو کې په بشپړه توګه او له ګواښ پرته هرمز تنګی خلاص نه کړ، نو متحده ایالات به د ایران د برېښنا بېلابېل تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي چې پیل به یې له سترو هغو څخه وي.»
خو تهران بیا دا تنګی په بشپړه توګه تړلی نه بولي او ټینګار کوي چې پر ایران د امریکا تحمیل شوې جګړې د دې نړیوالې ټرانزیټي لارې ثبات ته په قصدي توګه خطرونه رامنځته کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي: « د هرمز تنګی نه دی تړل شوی، ځکه بیمه ورکوونکي شرکتونه د هغې جګړې له ویرې خپلې بېړۍ نه استوي چې تا په خپله پیل کړې. هېڅ بیمه ورکوونکی او یا ایرانی وګړی به د ګواښونو له امله قانع نه کړې. نو د درناوي هڅه وکړه، یا د دواړو درناوی یا د هېڅ تمه مه کوه.»
د راپورونو له مخې، هرمز تنګی د نفتو د ټرانزیټ هغه مهمه لاره ده چې د عراق، کوېټ، متحده عربي اماراتو، قطر او ایران نفت او سوداګریز توکي ترې تېرېږي او د فبروري له ۲۸مې راهیسې چې پر ایران د اسراییلو او امریکا بریدونه پیل شوي، د ایران سپاه پاسداران ځواک دا تنګی د امریکا او د دې هېواد د هغو متحدینو پر مخ تړلی چې پر ایران د امریکا په جګړه کې په مستقیم ډول ښکېل پېژندل شوی.