د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارت مسوولینو په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان پوځي رژیم د دوشنبې شپې خونړیو بریدونو د قربانیانو تایید شوې شمېرې شریکې کړې.
عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په دې برید کې څه باندې ۴۰۰ تنه شهیدان شوي، ۲۵۰ نور ټپیان او ۲۰۰ تنه ژغورل شوي دي.
د دې وزارت ویاند په خبره، د برید شدت ته په کتو ښايي د ډېرو قربانیانو مړي تر خاورو لاندې پاتې وي، خو د لټون عملیات ادامه لري او ممکن وروستۍ شمېر له دې لا لوړې شي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « په مرکز کې د ۳۰۰۰ بستر معتادینو له جملې څخه له بده مرغه تقریبا ً ۴۰۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی او په شهادت رسېدلي. له بده مرغه د ۲۵۰ په شاوخوا کې نور ناروغان ټپیا شوي چې د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.»
کورنیو چارو وزارت د روږدو درملنې په مرکز د پاکستان پوځي رژیم برید پر غزې د اسراییلو خونړیو بریدونو سره پرتله کوي او د بشري جنایت ژوندۍ صحنه یې ګڼي.
محمد نبي عمري د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره د مرستې ژمنه کوي او د ټولو شهیدانو له وارثانو غواړي چې د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کې د پاکستان د دې بربریت د ژوندي ساتلو په موخه ټول شهیدان په یوه هديره کې خاورو ته وسپاري.
نوموړی د ټولو افغانانو د ژوند او مال دفاع د اسلامي امارت مسوولیت ګڼي او مقابل لوري ته د دې تېري د عواقبو خبرداری ورکوي.
عمري د پاکستان پر خلکو هم غږ کړی چې د پاکستان ظالم پوځي رژیم پر روانو ظلمونه چوپ پاتې نه شي او پر وړاندې یې ودریږي.
د کورنیو چارو وزارت معین زیاتوي: « د امارت غوښتنه دا ده چې د دغو کسانو ټول مړي په یوه هدیره کې دفن شي. د دې کار عظیمه ګټه به دا وي که موږ او تاسو نه اوسو او دا پېړۍ هم نه وي، خو د دوی په هدیره به لیکل شوي وي چې دا هغه کسان دي چې د خپل مسلمان ګاونډي له خوا د رمضان په مبارکه میاشت کې د غټو غټو بمونو په وسیله په شهادت ورسېدل.»
همدارنګه کورنیو چارو وزارت د یوې اعلایمې په خپرولو سره دا بریدونه غندلي، د ټولو اسلامي اصولو او بشري نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو خلاف عمل یې ګڼلی او ترسره کوونکو ته یې د سختې سزا خبرداری ورکړی.
په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر ملاتړ بنسټونو غږ شوی چې د دې وحشت پر وړاندې خپل ورګرځېدلي مسوولیتونه اداء کړي او د بې ګناه افغانانو د وینو پوښتنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « اسلامي امارت پر مهمو نړیوالو سازمانونو او نړیوال اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو او په نړۍ کې د بشري حقونو پر ملاتړ سازمانونو غږ کوي چې د پاکستاني پوځ د دې وحشیانه برید پر وړاندې خپل مسوولیت درک او غږ اوچت کړي.»
د قربانیانو ترڅنګ د پاکستان پوځي رژیم د جېټ الوتکو په دې بریدونو کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز په بشپړ ډول ویجار شوی.
د معلوماتو له مخې، د برید پرمهال په دې مرکز کې د ۳۰۰۰ تنو درملنه روانه وه.
دا مرکز د هېواد په کچه د معتادینو د درملنې ستر مرکز دی چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې د شاوخوا ۱۲۱زره روږدو کسانو درملنه کړې.