د اسلامي امارت رهبر په خپل اختریز پیغام کې افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دوی له اسلامي نړۍ سره د اسلامي ورورګلوۍ او له نورو هېوادونو سره په متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په دې پیغام کې د اسلامي امارت مشرتابه د افغانانو عقایدو او ارزښتونو ته د درناوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نه کولو غوښتنه کړې.
حمدالله فطرت زیاته کړې، د مشرتابه دا اختریز پیغام څو بېلابېلې برخې لري چې بهرنۍ تګلاره یې هم یوه برخه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي: « په بهرني سیاست کې له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره پر اړیکو یې هم خبره کړه او ویلي یې دي چې اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري. همدا راز افغانستان غواړي له نورو ملکونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري. دغه راز د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه مداخلي پر اصل هم ټینګار شوی.»
د اسلامي امارت د مشرتابه په دې پیغام کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د مسلمانانو پر وړاندې د کېدونکو ناوړه کړنو په اړه هم د اسلامي امارت دریځ روښانه شوی.
په پیغام کې ویل شوي، اسلامي امارت د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو په خلاف ناروا کړنې او د هغوی پر حقوقو تېری، ظلم بولي او په کلکه یې غندي.
د اسلامي امارت د مشرتابه د پیغام په بله برخه کې د مسلمانانو ترمنځ پر اتحاد او یووالي ټینګار شوی او ویل شوي چې د دوی عزت او وقار په اتحاد او یووالي کې نغښتې دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وړاندې وايي، د مشرتابه په اختریز پیغام کې له افغانانو غوښتل شوي چې د اسلامي نظام ننګه وکړي او ځانونه له سمتي، ژبني او قومي اختلافونو وساتي.
حمدالله فطرت زیاتوي: « دغه راز د یوالي او د اختلافونو پر مخنیوي او همدارنګه د قومي، ژبني او سمتي تعصباتو پر مخنیوي ټینګار شوی او د اسلامي نظام د ملاتړ غوښتنه شوې. په پیغام کې راغلي چې اوسنی نظام د خلکو او مجاهدینو د قربانیو په پایله کې منځته راغلی او ساتنه یې هم پر خلکو لازمه ده. همدارنګه د خلکو پر یوالي او د اسلامي امارت د مسوولینو پر اطاعت یې ټینګار کړی.»
په پیغام کې دا هم ویل شوي چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانانو ته له کلونو مخالفتونو او جګړو وروسته د وحدت او اتفاق ښه فرصت برابر شوی.
په پیغام کې زیاته شوې، له دې فرصت څخه باید ښه ګټه پورته شي او د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې له اسلامي نظام دفاع او ملاتړ وشي.
په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او د دښمنانو دسیسو شنډولو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې ستایل شوې دي او له خلکو غوښتل شوي چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.