د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مولوي امیر خان متقي او د عمان سلطنت سیال بدر بن حمد البوسعيدي سره یې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له پراختیا سربېره، تر ډېره پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونو په ناوړه پایلو متمرکزې وې.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، دواړو لورو په منځني ختیځ کې د جګړې د اور خورېدل د اندېښنې وړ بللي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، مولوي امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځي رژیم د تېري او د اسلامي امارت له خوا د ځوابي اقداماتو په اړه تفصیلات وړاندې کړل او په دې تړاو یې د اسلامي امارت دریځ روښانه کړ.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل وايي: « دواړو لورو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي وبلل او د امريکا او اسرایيلو له خوا پر ايران تجاوز او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلل. همداراز دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم د نظر تبادله وکړه چې په ترڅ کې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېريو او د افغانستان اسلامي امارت له خوا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دريځ بيان کړ.»
تکل دغه راز وايي، په دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لورو ټینګار کړی چې په سیمه کې روانې شخړې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
شنونکي په منځني ختیځ کې روانو شخړو او د سیمې هېوادونو ته د جګړې لمن خپرېدو ته په اشارې، د جګړې د ناوړه پایلو کمولو لپاره دا ډول اړیکې ګټورې بولي.
د چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « کوم کړکېچ چې اوس په نړۍ کې روان دی، لامل یې د نړۍ زبرځواک هېوادونه دي. پاکستان هم د دغو زبرځواکو هېوادونو یوه پروژه ده او د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو نا امنه کولو لپاره ترې کار اخستل کېږي. اوسمهال د نړۍ خلک د دې هیله لري چې نړۍ کې د جګړو ټغر ټول شي.»
د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر سره دا خبرې داسې مهال شوې چې تر دې مخکې د چین، روسیې، قطر، ایران، ازبېکستان او یو شمېر نورو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم د دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې د روانو شخړو او د پاکستان د پوځي رژیم د تېري په اړه خبرې شوې دي.
په ورته مهال، شنونکي دا ټینګار هم کوي چې په سیمه کې روان تاوتریخوالی د هېڅ یوه لوري په ګټه نه دی او اړتیا ده چې شته ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « په سیمه او نړۍ کې د سولې تأمین یوازې د سوله ییزو خبرو او ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې کېدای شي. همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پرېکړو عملي کول هم یوه له غوره لارو ده. زه تمه لرم چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه خپلې تېروتنې درک کړي او په هره سیمه کې د جګړو مخه ونیسي.»
په همدې حال کې د چین بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په خبرو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ پر روانې شخړې اندېښنه څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو پر سیاسي او ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی.
شنونکي د ستونزو حل د پاکستان له نیت سره تړلی بولي او وايي، تر دې دمه د پاکستان اقدامات داسې څه نه ښيي؛ ځکه د دوی په وینا، که له یوې خوا یې یو درې کسیز پلاوی په کابل کې دی، بله خوا یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر ملکي وګړو درنې ډزې هم روانې دي.
دوی پر اسلام اباد د چین نفوذ ته په کتو وايي، که چین وغواړي نو کولې شي اسلام اباد ریښتینې سولې ته اړ باسي.