د چین بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو ډډه وکړي او له ډېپلوماټیکو لارو رامنځته شوي اختلافات حل کړي.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو درولو غوښتنه د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره په ټلیفوني مکالمه کې کړې او د جګړې پر سملاسي درېدو د ټینګار ترڅنګ يې، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د مذاکراتو بيا پیل مهم بللی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي: «تر ټولو مهم مسوولیت دا دی چې د نښتو زیاتېدا مخنیوی وشي او هر څه ژر دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته را وګرځي. د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړی استازی د سولې خبرو د پرمختګ لپاره، دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.»
څارونکي په دې باور دي چې که چین په ريښتينې توګه وغواړي، د سیمهييز ټيکاو تحکيم لپاره د افغانستان او پاکستان جګړه درولی شي. دوی تجويز کوي چې چين دې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره هم دا کار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدی ځاځی وايي: « چین ته په کار ده چې په شفاف ډول په سیمه کې د داسې سیاسي انځور وګوري چې دا کړکېچ د چا له خوا رهبري کېږي او حل لارې یې څه دي. باید پر پاکستان داسې فشارونه وارد او تضمین ترې واخلي چې په پایله کې یې د نورو هېوادونو لاسوهنې لنډې شي.»
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « په پاکستان کې د امریکا نفوذ لاهم ډېر محدودیتونه لري، خو د چین نفوذ په افغانستان کې ډېر مستقیم دی. دلته سیالي موجوده ده او د حل لپاره یې چین ډېر ښه چانس لري؛ که څه هم بشپړ بریالیتوب یې نه شي تضمین کېدای، ځکه د ډیورنډ کرښه، ټيټيپي او دغه راز د بلوڅانو مقاومت د چین د پروژو لپاره خطر دی. زما نظر دا دی چې چینایان د غربیانو تقابل ته نه شي را وړاندې کېدای او د دغه شان کشالو په حل کې د چین رول هم ډېر مؤثر نه دی تمام شوی.»
له دې وړاندې بریټانیا، ایران، روسیې، اروپايي ټولنې او یو شمېر عربي هېوادونو هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې سملاسي درېدو او له ډېپلوماټیکو چینلونو د ستونزو حل غوښتنه مطرح کړې ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان ديني عالمانو پلاوی په کابل دی او ډېر باوری دی چې د جګړې درولو په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره پر خبرو بوخت دي.