Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

د هرات اسلام کلا او د نېمروز د ورېښمو پل بندرونو چارواکي وايي، د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ له روان جنګ سربېره، ایران سره د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د مسوولینو په خبره، د روان جنګ له پیل وروسته هم د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز تګ راتګ عادي حالت لري او د باروړونکو موټرو تګ راتګ نه دی درېدلی.

د اسلام‌ کلا کمیسارۍ مسوولین وایي، په ورځني ډول شاوخوا ۱۳۰۰ بار وړونکي موټر د دې بندر له لارې افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي لېږدوي.

د اسلام‌ کلا کمیسارۍ مرستیال عبدالوهاب حافظ کامران وايي: « له ایران سره سوداګري عادي روانه ده. کله چې ایران کې څه ستونزه نه وي، له ۱۲ تر ۱۳ سوو موټر معرفي کېږي. د ایران جګړه د نرخونو لوړولو لپاره هسې بهانه ده، دلته هرڅه نارمل دي او سوداګري هماغسې روانه ده لکه څرنګه چې مخکې وه.»

د نیمروز ورېښمو پل کمیسار ولي محمد نصرالله وايي: « دوی داسې غوښتنه کړې وه چې زموږ کوم مالونه چې له تهران او عباس بندر څخه راځي، دوی هغه هم انتقالوي. دلته هرڅه برابر دي او د ټرانزیټ په برخه کې هېڅ ستونزه نه ده راغلې.»

بله خوا، یو شمېر موټرچلوونکي وایي، په ایران کې د جګړې پیل د دوی پر کار منفي اغېز نه دی کړی او لا هم د پخوا په شان د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري روانه ده.

موټر چلوونکی شېراغا وايي: « ایران ته تګ راتګ ښه دی، لږ بیروبار شته خو ستونزې نه شته. موږ هم له افغان او هم له ایراني لوري راضي یو، کار یې ډېر ښه دی.»

موټر چلوونکی غلام فاروق وايي: « زه همدا اوس د ایران داخل تایباد ته ځم، څه ستونزه نه شته، وضعیت عادي دی او تګ راتګ ادامه لري.»

همدارنګه، هرات کې د ایران کونسلګرۍ مسوولین وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلې او له وروستیو تحولاتو سربېره په کې کوم بدلون نه دی راغلی.

هرات کې د ایران سرکونسل علي رضا مرحمتي په خبره، د ایران د نوي مذهبي مشر په توګه د سید مجتبی خامنه‌ یي ټاکل کېدل به د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران اقتصادي او سیاسي اړیکې لا پیاوړې کړي.

د ایران سرکونسل علي رضا مرحمتي وايي: « موږ له کوم کمښت پرته د تجارت د زیاتېدو لیدونکي یو؛ حتا جګړه هم د دې سبب نه شوه چې راکړه ورکړه ودرېږي. موږ تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ تقریبا ً ۴ میلیارد ډالره سوداګري لرو. زموږ رېل کرښې هم فعالې دي او د انتقالاتو کچه په هره میاشت کې نږدې ۹۵ زره ټنو ته رسېدلې.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ له لارې هم د سوداګریزو توکو لېږد زیات شوی او په میاشتني ډول شاوخوا ۹۵ زره ټنو ته رسېدلی دی.

له دې ټولو سره، هرات کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او خلک یې له حکومت د کنټرول غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل
افغانستان

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

مارچ 11, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

مارچ 11, 2026
پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده
افغانستان

پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

مارچ 11, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
افغانستان

د پاکستان درې کسیز پلاوی د خبرو په موخه کابل ته راغلی

مارچ 11, 2026
امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ
افغانستان

امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

مارچ 11, 2026
امنیت شورا کې د روسیې استازی: له بهر څخه د ترهګرو تمویل افغانستان بې ثباته کوي
افغانستان

امنیت شورا کې د روسیې استازی: له بهر څخه د ترهګرو تمویل افغانستان بې ثباته کوي

مارچ 11, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

مارچ 11, 2026
پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

مارچ 11, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

مارچ 11, 2026
پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

مارچ 11, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي

د پاکستان درې کسیز پلاوی د خبرو په موخه کابل ته راغلی

مارچ 11, 2026
امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

مارچ 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist