Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا کې د روسیې استازی: له بهر څخه د ترهګرو تمویل افغانستان بې ثباته کوي

امنیت شورا کې د روسیې استازی: له بهر څخه د ترهګرو تمویل افغانستان بې ثباته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/11

 ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د هېوادونو استازو د افغانستان اړوند پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې. د ځینو هېوادونو استازو نیوکې کړې او د ځینو نورو بیا له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخو کې د حکومت هڅې ستایلې دي.

امنیت شورا کې د روسیې استازي ويلي، که څه هم اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې جدي مبارزه کړې، خو په خبره يې د ترهګرۍ بهرنی ملاتړ او تمويل کولی شي افغانستان بې‌ثباته کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسلي نبنزیا ویلی: « که څه هم اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي، خو د داعش خراسان څانګې حضور لا هم د اندیښنې وړ دی. بهرني ترهګر او له بهره یې تمویل افغانستان بې ثباته کوي.»

اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ډاډ ورکړی چې داعش په افغانستان کې هېڅ حضور نه لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « د دې فتنه ګرې ډلې پاتې غړي په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې خپلو اصلي سیمو ته وتښتېدل او هلته نوي پټنځایونه او مراکز ورته ایجاد شول. خاص اطلاعات ښيي چې دا فتنه ګره ډله یوځل بیا په همدې مرکزونو کې د تنظیم په حال کې ده او په پلان کې لري چې هم په افغانستان او هم نوره نړۍ کې بریدونه ترسره کړي.»

د ځينو هېوادونو استازو او په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ(یوناما) سرپرستې بيا په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدوديت دوام له امله نيوکې کړې.

هغې زياته کړې، د نجونو پر زده‌کړو بندیز د افغانستان انساني پانګه کموي او په ټولو افغانانو ناسم اغېز کوي او دا وضیعت نور د منلو نه دی.

په افغانستان کې د یوناما سرپرستې جورجیټ ګانیون ویلي: « د اسلامي امارت پرېکړو او د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان انزوا د دې هېواد اقتصادي ځان‌بساينې لپاره د افغان حکومت هڅې کمزورې کړې او لامل یې هم د نجونو پر زده‌کړو بندیز دی. دا بندیز په اوږدمهال کې د افغانستان انساني پانګه کمزورې کوي او په ټولو افغانانو به ناوړه اغېز ولري؛ دا حالت نور د منلو نه دی.»

د امریکا او بریټانیا استازو هم باور ښودلی چې د نجونو پر زده‌کړو د محدوديت دوام افغانستان له نړیوالې ټولنې لرې کړی او دغه راز يې پر افغانانو د نړۍ مرستې محدودې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دايمي استازي مایک ولټز ویلي: « د افغان ښځو او  نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او د ملګرو ملتونو پر ښځینه کار کوونکو محدودیتونه د اندیښنې وړ دي. دا بندیزونه د بشري حقونو او د افغان ښځو پر ژوند ناوړه اغېز کوي او نړيوالو مرستو ته یې د بې وزلو د لاسرسي مخه نیوی کړی.»

 د بریټانیا استازې هان برونیز سمیټ ویلي: « زه په ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه غندم. د ملګرو متلونو دفترونو ته د ښځو پر لاسرسي بندیز د دوی له حقونو سرغړونه ده او ژر تر ژره یې د پای ته رسېدو غوښتنه کوم.»

شنونکي بیا وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لویو نړیوالو قدرتونو په لومه کې راګیره ده او اوس یې د نړیوال نظم په ټینګښت کې ارزښت له لاسه ورکړی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « امنیت شورا د نړیوال نظم او انسجام په اړه خپل ارزښت له لاسه ورکړی او تر ډېره د لویو قدرتونو په لومه کې بنده ده. د افغانستان د وضعیت په اړه د هغوی وروستۍ نیوکې غیر علمي او عملي دي. د افغانستان د اوسني وضعیت لامل ټولنیز ناورین، اقتصادي بې ثباتي، له پاکستان او ایران څخه په زور د کډوالو شړل دی. ښه به دا وي چې امنیت شورا د دې ستونزو په حل کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

اسلامي امارت بیا تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د نجونو د زده‌کړو مسئله د افغانستان داخلي موضوع یاده کړې وه او ټینګار یې کړی چې باید هیوادونه د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده
افغانستان

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

مارچ 11, 2026
پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل
افغانستان

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

مارچ 11, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

مارچ 11, 2026
پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده
افغانستان

پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

مارچ 11, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
افغانستان

د پاکستان درې کسیز پلاوی د خبرو په موخه کابل ته راغلی

مارچ 11, 2026
امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ
افغانستان

امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

مارچ 11, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist