امریکا افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې په کې بهرني وګړي برمته کېږي یا په ناسمه توګه نیول او توقيف کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې لاهم په افغانستان کې د یو شمېر بندي امریکايي وګړو برخلیک ناڅرګند دی.
مارکو روبیو زياته کړې، واشنګټن به د افغانستان په ګډون په ټولو هېوادونو کې د بندي امریکايانو راخوشې کولو هڅې دوامداره وساتي. نوموړي پر اسلامي امارت تور پورې کړی چې د بهرنیو وګړو په نیولو او بندي کولو سره سیاسي امتیاز تر لاسه کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې : « زموږ ماموریت په تېر او راتلونکي کې همدا دی چې هغوی ټول بېرته کورونه ته را وګرځوو. د ولسمشر ټرمپ په رهبرۍ موږ تر هغې نه درېږو چې په ناحقه بندي شوي امریکایان را ونه ګرځوو.»
له دې سره همهماله، د بندیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، دامهال په افغانستان کې درې امریکايي وګړي بندیان دي او واشنګټن یې د راخوشي کولو لپاره قاطع دریځ لري.
د بندیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر استازی اډم بویلر ویلي: « موږ طالبانو ته ویلي چې د برمته نیولو پالیسي د منلو نه ده او په دې کې موږ جدي یو. نن موږ افغانستان د ناحقه توقيف د ملاتړ هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ. توقيف به سختې پایلې ولري. موږ هغو نورو هېوادونو ته هم خبرداری ورکوو چې په ورته کړنو کې ښکېل دي.»
د دې ترڅنګ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي هم په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو پر راخوشي کولو ټينګار کړی. د مایک ولټز په خبره، واشنګټن د امریکايي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.
دلته د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بیا د امریکا وروستۍ پرېکړې ته غبرګون کې وايي، هېڅ بهرنی وګړی یې د معاملې لپاره د وسیلې کارولو په توګه نه دی نیولی.
بهرنیو چارو وزارت د واشنګټن دا پرېکړه خواشينوونکې بولي او ټينګار کوي چې ورته مسایل د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د حل وړ دي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا متحده ایالتونو وروستۍ پرېکړه چې افغانستان یې د «ناسم توقیف» د ملاتړي دولت په توګه نومولی، د تأسف وړ بولي.د افغانستان حکومت څرګندوي چې د هېڅ هېواد اتباع د معاملې د وسیلې په توګه نه دي نیول شوي. ځيني کسان د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي چې په ډېری مواردو کې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته په عادي ډول خوشي شوي دي.»
بله خوا، د چارو شنونکي د نورو هېوادنو په قوانینو او پالیسو کې د امریکا ښکېلتیا له نړیوالو نورمونو څخه د واشنګټن ښکاره سرغړونه ګڼي. د دوی په خبره، امریکا د خپلو ګټو لپاره هر ډول نړیوال اصول نقض کړي.
د چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « څوک چې دلته بندي شوي، حتمن یې قضیه او دوسیه لرله. د افغانستان اسلامي امارت باید د یوه حکومت په توګه هغوی نیولی وای، څېړنې یې ترې کړې وای او د جرم د اثبات په صورت کې بندي شوی وای.»
د راپورونو پر بنسټ امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا نیول شوي امریکايي وګړي د ډینس کویل او محمود شاه حبیبي په ګډون درې تنه یاد کړي چې اسلامي امارت یې د توقيف په اړه لا څه نه دي ویلي.