د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(یواېناېچسيآر) د اسیا پاسفیک څانګې خبر ورکړی چې ټاکل شوې دا کمېشنري له ایران او افغانستان څخه خپل یو شمېر کارکوونکي لبنان او سوریې ته لېږدوي، ترڅو په دې هېوادونو کې له اړمنوسره مرستې وکړي.
یادې ادارې ویلي، دا پرېکړه یې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د روانې جګړې او د بې ځایه شویو لوړو شمېرو ته په کتو کړې.
د دې کمېشنرۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسرایيلو او لبنان حزب الله غورځنګ ترمنځ د جګړې تازه پیل د لبنان پلازمېنه بېروت او یو شمېر نورو سیمو کې زرګونه کورنۍ اړې کړې دي چې نورو سیمو او سوریې ته پناه یوسي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري(UNHCR) کارکوونکي له ایران او افغانستان څخه لبنان او سوریې ته د هغو خلکو د ملاتړ لپاره ځي چې اړ شوي له خپلو کورونو وتښتي؛ ځکه سیمه ییز کړکېچ ورځ تربلې زیاتوالی مومي.»
د یادې کمېشنرۍ د خبر پر بنسټ، د لبنان په سوېل، بقاع او د بېروت په سوېلي سیموکې د اسراییلو له لوري د ۵۳ کلیو اوسېدونکو ته د تخلیې له خبرداري وروسته، پراخه بې ځایه کېدنه رامنځته شوې. د دوشنبې تر ورځې پورې شاوخوا ٣٠ زره کسان نورو سیمو ته بې ځایه شوي او زرګونه نور سوریې ته اوښتي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم ویلي چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بریدونو او له افغان ځواکونو سره د فرضی کرښې په اوږدو کې د جګړې له امله، افغان کډوالو ته نه یوازې ځاني تلفات اوښتي بلکې زرګونه کورنۍ په کور دننه بې ځایه کېدو ته اړې شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې اړه ویلي: « دا چې موږ په افغانستان کې فعال حضور لرو، د کډوالو په برخه کې جدي ستونزې شته دي. د پاکستان هوايي بریدونو له امله د تورخم ټرانزیټي لارې ته څېرمه، عمري پنډغالی او سپین بولدک ته نږدې د تخته پل د هرکلي مرکز زیانمن شوي او په کونړ کې زرګونه کسان نورو سیمو ته بې ځایه شوي دي. د تورخم لار تړل شوې،خو سپین بولدک لا د راستنېدونکو لپاره خلاصه پاتې ده.»
په ورته مهال، د پاکستان پوځي رژیم له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د سختو ناکامیو له تجربه کولو سره هم مهاله، په دې هېواد او خیبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلن زیات کړی.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، له افغان ځواکونو سره د پاکستاني رژیم د جګړې پر مهال د افغان کډوالو نیونې او شکنجې زیاتې شوې دي.
پاکستان مېشت افغان حاجي نظر وايي: « په روژې میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې له پيل کېدو سره، د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې افغانان له هر ښار څخه ونیول شي. دوی افغان مهاجرین، له خپلو کورونو، دوکانونو او کار ځایونو څخه وړي.»
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خبرپاڼې له مخې، یوازې په ٢٠٢٦ زېږدیز کال ۲۳۲ زره ٥٠٠ تنه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زور اخراج شوي دي.