د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسېدونکو د افغان دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ، له حکومت غوښتنه وکړه چې د پاکستان پوځي رژیم خلاف دې د جګړې لپاره ولسي پاڅون ته اجازه ورکړل شي. دغو ولسونو د پراخو لاریونونو پرمهال په افغان خاوره د پاکستان پوځي رژيم ظالمانه بریدونه او بمبارۍ وغندل او ترڅنګ یې خپلو دفاعي ځواکونو ته په هر حالت کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.
لاریون کوونکی محمد خان وايي: « د افغانستان ولس د خپل اوږده تاریخ په لړ کې ثابته کړې چې هر یرغل ګر او تېری کوونکي ته یې سم ځواب ورکړی.»
لاریون کوونکی عبدالهادي وايي: « زموږ ځوانان او بوډاګان ټول له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او په جهاد کې به برخه اخلي.»
لاریون کوونکی عبدالکبیر وايي: « موږ د کرښې ها غاړې ولسونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان ظالم پوځ پر وړاندې راپورته شي او حکومت ترې واخلي.»
د دوی په خبره، افغانان پر خپله خاوره د هېچا د تېري پر وړاندې چوپ نه دي پاتې شوي او د پاکستان په نوم شریر دښمن پر وړاندې به هم هر ډول حالاتو کې مقابلې ته درېږي.
دوی همدا راز زیاتوي، افغانانو چې د هر یرغلګر پر وړاندې ټوپک پورته کړی، بیا یې ښه ورځ نه ده لېدلې.
د پکتیا، پکتیکا او خوست ولسونه ډاډ ورکوي چې د افغانستان خلک له خپل نظام سره د وطن په دفاع کې د سر او مال په قربانۍ د هر دښمن خلاف مبارزې پیلولو ته شېبې شماري.
لاریون کوونکی عبیدالله ګربز وايي: « زموږ ټول ولس انتظار دی چې د حکومت له خوا پاکستان سره د جګړې امر ورته وشي.»
لاریون کوونکی ګلاب شاه وايي: « دا جګړه زموږ پر خاوره ده او موږ به د خپلې خاورې دفاع په هر حالت کې کوو.»
لاریون کوونکی مکین پشتین وايي: « موږ تر وروستۍ سلګۍ له امنیتي ځواکونو سره ولاړ یو او مبارزه به کوو.»
لاریون کوونکو پر افغانستان د پوځي رژیم بریدونه وغندل او له مسوولینو یې د مقاومت پیلولو غوښتنه وکړه. ولسونو ډاډ ورکړ چې چمتو دي د فرضي کرښې په اوږدو کې له خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږي او له خپلې خاورې دفاع وکړي.
هغوی له پاکستاني ولس هم وغوښتل چې د خپل پوځ شوم اهداف وغندي او د جګړې او تاوتریخوالي پر وړاندې را ولاړ شي.