Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/05

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی د کابل او اسلام اباد ترمنځ روانې شخړې ته په اشارې وايي، د پاکستان د خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن مخ په زیاتېدو دی.

زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) مستند شوي راپور ته اشاره کړې او وايي، د پاکستان پالیسۍ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

خلیلزاد زیاته کړې، باور نه لري چې د پاکستان خلک د خپل حکومت له هغو پالیسیو ملاتړ وکړي چې افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېږي.  

خلیلزاد وړاندې لیکلي: « زه باوري یم چې د پاکستان عام خلک له هغې پالیسۍ ملاتړ نه کوي چې په کې ملکیان په نښه کېږي. دا چې د پاکستان هوایي بمباردونو کې د افغان ملکیانو په نښه کېدل مستند شوي، له امله یې د پاکستان حکومت او خلکو ترمنځ واټن په ډېرېدو دی.»

بل پلو، تېره ورځ  د هند نامتو عالم مفتي سلمان احمد ندوي د افغان حکومت له لوري د پاکستاني پوځي رژیم  پوځیانو پر وړاندې غچ ‌اخستونکي اقدامات فرض عین بولي او دا یې د حق او باطل ترمنځ جګړه یاده کړې.

د پاکستان خبریالان بیا د پاکستان او افغان حکومت موجوده ترینګلتیاوو ته په غبرګون کې د اسلام اباد اوسنۍ تګلاره ناکامه بولي او دوام یې د پاکستان لپاره لویه تېروتنه ګڼي.

د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان وايي: « په پاکستان کې هم ښه حالت نه دی او دلته هم ستونزې شته؛ د دې ځای خلک هم امن غواړي. د پاکستان او افغانستان خلک، حکومتونه او ولسونه په دې ښه پوهېږي؛ د دې په ځای چې خلیلزاد ورته وايي چې دا وکړئ او هغه مه کوئ.»

له دې مخکې د پاکستان سیاستوالو هم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پوځي رژیم له خوا د زور کارول د اسلام اباد په زیان بللي وو.

دوی د  پاکستان له پوځي رژیم  غوښتنه کړې چې له کابل سره د تقابل پر ځای، معنا دار تعامل ته مخه کړي.

افغان کارپوهان وایي، د پاکستان پوځي رژیم اوس ‌مهال له سخت ناورین څخه تېرېږي او په خبره یې، اسلام‌اباد اړ دی چې په پاليسيو کې د تقابل په ځای، تعامل او ډېپلوماسۍ ته ځای ورکړي.

د پوځي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « د دې جګړې اثرات به پاکستان له تجزیې سره مخ کړي، بلوڅ بېلتون پالي او د پاکستاني طالبانو غورځنګ به بریالي کېږي او د افغانانو اشغال شوې خاوره به آزادېږي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: « دواړو طرفونو ته لازمه ده چې پر خپلو پالیسیو بیا کتنه وکړي او د هر هېواد ملي ګټو او د مخالف هېواد ګټو ته په متقابل درناوي سره، خپل سیاسي مسیر انتخاب کړي.»

د سې شنبې په ورځ د اسلامي امارت مسوولینو کابل کې خبریالانو ته وویل، د پاکستان له پوځي رژیم سره جګړه هېڅکله د افغان حکومت انتخاب نه و، خو د تېري پر وړاندې له خپلې خاوری دفاع خپل حق بولي.

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت دغه راز وویل، په کابل کې د پاکستان د سفارت تړلو په تړاو لاهم د پرېکړې کولو وخت شته دی، خو په خبره یې، دا موضوع تر غور لاندې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی
افغانستان

د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی

مارچ 5, 2026
خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

مارچ 5, 2026
ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې
افغانستان

ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې

مارچ 5, 2026
د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو
افغانستان

د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو

مارچ 5, 2026
د سوېل ختیځ زون ولسونه: حکومت دې د پوځي ژیم ضد ولسي پاڅون اجازه راکړي
افغانستان

د سوېل ختیځ زون ولسونه: حکومت دې د پوځي ژیم ضد ولسي پاڅون اجازه راکړي

مارچ 5, 2026
د پوځي رژیم بریدونو کې پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي
افغانستان

د پوځي رژیم بریدونو کې پر ملکي مرګ ژوبلې سربېره، زرګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

مارچ 5, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی

د افغانستان له فضا تېرېدونکو الوتکو شمېر زیات شوی

مارچ 5, 2026
خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

خلک په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د خوراکي توکو بیو له لوړېدو شکایت کوي

مارچ 5, 2026
ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې

ترکیې یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې پيل کړې

مارچ 5, 2026
د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو

د کډوالو عالي کمېشنري: له افغانستان او ایران سربېره، منځني ختیځ کې هم د اړمنو لاسنیوي ته ورځو

مارچ 5, 2026
د سوېل ختیځ زون ولسونه: حکومت دې د پوځي ژیم ضد ولسي پاڅون اجازه راکړي

د سوېل ختیځ زون ولسونه: حکومت دې د پوځي ژیم ضد ولسي پاڅون اجازه راکړي

مارچ 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

مارچ 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist