د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي چې د ایران د جګړې له پیل سره سم، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د دوی په خبره، په بازارونو کې د اوړو، غوړیو او بورې بیې نه یوازې په کابل کې بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم لوړې شوې دي.
دوی دا نیوکه هم کوي چې سوداګر ډېر کله انتظار باسي چې د روژې په مبارکه میاشت کې خپل مالونه په لوړه بیه وپلوري.
د کابل ښار اوسېدونکی عبدالاکبر وايي: « په روژې میاشت کې ګراني ډېره شوې او تجارانو پر عام ولس ظلم پیل کړی. حکومت او ښاروالي باید پوښتنه وکړي چې ولې سوداګر په نورو میاشتو کې مالونه را وړي او په روژه کې یې په لوړه بیه پلوري.»
د کابل اوسېدونکی شېر پاچا وايي: « ګراني وروستي حد ته رسېدلې، په نورو هېوادونو کې چې روژه شي، نرخونه راټيټ شي، خو دلته ورځ تر بلې پورته ځي. زه سوداګرو ته وایم چې که له بنده نه وېرېږئ، نو له خدای وډار شئ.»
په ورته وخت کې ځینې دوکانداران هم د بیو لوړېدو لاملونو ته اشاره کوي او وايي، له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل او په بازار کې د ډالر نه کنټرول هم ډېر کله د خوراکي توکو په بیو کې د زیاتېدو سبب ګرځي.
د کابل ښار یو تن دوکاندار وايي: « د توکو قیمته کېدل دوه علتونه لري. یو دا چې د پاکستان لارې بندې شوې او اوس ایران کې هم جګړه ده، نو پر توکو کرایه لوړه شوې. بل علت د ډالرو لوړ نرخ دی، دا باید کنټرول شي.»
د اقتصادي چارو کتونکي بیا وايي، تر هغو چې افغانستان له نورو هېوادونو څخه په وارداتو متکي وي، په سیمه او ګاونډ کې هره پېښه به د افغانستان بازارونه اغېزمن کړي.
اقتصادي کارپوه شاکر یعقوبي وايي: « کله چې کورنی تولید لږ وي او بازار پر بهرنیو وارداتو تکیه ولري، په سیمه کې هر ډول کړکېچ پر خوراکي توکو مخامخ منفي اغېز لري. دا چې اوس له پاکستان سره لارې بندې دي او ایران کې هم د جګړې له امله وضعیت ښه نه دی، نو خامخا پر بیو اغېز پرېوځي.»
د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت بیا پر بازار د جدي څار ساتلو خبره کوي او ډاډ ورکوي چې د بیو لوړېدو او د احتکار د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر تر لاس لاندې نیولي.
د امر بالمعروف و نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خبیر وايي: « موږ له پلورونکو غواړو چې توکي له ورکړل شوې نرخپاڼې سره سم وپلوري، له احتکار، قیمت لوړونې او هر ډول ظلم څخه په کلکه ډډه وکړي. سرغړونکې هټۍ او مارکېټونه به مهرلاک شي او مسوولین به یې عدلي او قانوني مراجعو ته وسپارل شي.»
کتونکي په دې باور دي چې د هېواد په بازارونو کې د بیو د کنټرول لپاره لازمه ده چې له نورو هېوادونو هم د خوراکي توکي واردات زیات شي او په کور دننه د اړتیا وړ خوراکي توکو تولید ته زمینه برابره شي.