د ترکیې د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې جګړې او کړکېچ د هواري او مخنیوي لپاره د پاکستان له لومړي وزیر سره ټېلفوني خبرې کړې.
په اعلامیه کې راغلي، اردوغان هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه جګړه ودروي او اوربند ټینګ کړي.
د ترکیې ولسمشر دفتر زیاتوي، ولسمشر اردوغان به دکابل او اسلام اباد ترمنځ د اوربند بیا ټینګښت لپاره چې تېرځل هم د ترکیې په نوښت رامنځته شوی و، مرسته وکړي.
تحلیلوونکي وايي، که چېرې ترکیه، د سیمې هېوادونه او اسلامي نړۍ په واقعي مانا وغواړي، کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې نښتې او جګړې پای ته ورسوي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: « تېر ځل هم ترکیې، قطر او سعودي عربستان دا کوششونه کړي وو، خو بیا هم پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف، د افغانستان پر حریم تېری وکړ او تر اوسه ادامه لري. زه باور لرم چې که د سیمې ستر هېوادونه لکه روسیه او چین او اسلامي هېوادونه پر پاکستان فشار راوړي، دا جګړه درولی شي.»
افغان حکومت بیا د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د جګړې درېدو لپاره د نورو هېوادونو د منځګړیتوب وړاندیزونو خبره کوي او وايي، مسکو، بېجینګ، اورپايي ټولنې او انګلستان هم د منځګړیتوب لپاره اړیکې نیولې دي او دوی هم جګړه نه غواړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « ځینو هېوادونو، لکه چین، روسیې، بریټانیا او اروپايي ټولنې د جګړې پای ته رسولو لپاره اړیکې نیولې دي. د افغانستان اسلامي امارت هم د جګړې پلوی نه دی.»
کارپوهان په دې باور دي چې د ترکیې منځګړیتوب ستونزه نه شي حل کولی؛ ځکه پاکستان د دې جګړې او افغانستان د ناامنۍ پروژه له لوېدیځ اخستې. د دوی په اند، یوازینۍ لاره دنړیوالو له لوري پر اسلام اباد فشار دی چې کولی شي پاکستان له خپلو کړنو په شا کړي.
د سیاسي چاروشنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا چې د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان ویلي چې غواړي یوځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅه وکړي، دا به هېڅ ګټه ونه کړي؛ ځکه چې پاکستان د بل هېواد پروژه ده او له هماغو هېوادونو دستور اخلي. تر هغو چې پر پاکستان واکمن هېوادونه ونه غواړي، د جګړې او د پاکستاني تېري به ادامه ولري.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې پاکستان د خپلو اوسنیو کړنو واک نه لري او هغه هېوادونه چې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، لومړی دې په دې ځانونونه پوه کړي چې پاکستان سولې او ګاونډيتوب اصولو ته ژمن دی که نه؟
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « تېرځل هم ترکیې او قطر دا هڅه وکړه، مګر د پاکستان د غیر مشروع او غیر ممکن غوښتنو او د پلاوي واک نه لرلو له امله، دا منځګړیتوب ناکام شو. که دا ځل څوک منځنګړیتوب کوي، باید دې ځان پوه کړي چې آیا پاکستان د منځنګړیتوب منلو واک لرې که نه؟»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له روانې جګړې یوه اوونۍ تېریږي. د رسمي شمېرو له مخې، په دې جګړه کې له ۱۵۰ زیات پاکستاني عسکر وژل شوي له ۲۰۰ زیات یې ټپیان دي او همداراز لسګونه پوستې یې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
د دغو تلفاتو په غبرګون کې بیا پاکستاني ځواکونو په راکېټي او هوايي بریدونه کې عام افغانان په نښه کړي چې تر اوسه د ۱۱۰تنو شهیدانېدل، د ۱۲۳ ژوبلېدل، د ۳۷ کورونو بشپړ او د ۳۱۶ نور نیمه ویجاړېدل، تایید شوي دي.