Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

کابل ښار کې د اوبو کمښت او ترځمکې لاندې اوبو د ښکته تګ په دوام، پرېکړه شوې چې په دې ښار کې تر ځمکې لاندې اوبو د ککړتيا مخنيوي او دغه راز د سطحي اوبو بېرته پاکولو لپاره د چټلو اوبو (فاضلابو) د تصفیې خونه جوړېږي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت وايي، دغه چاڼ خونه به په ۱۰۰ جرېبه ځمکه جوړه او په ورځ کې به د ۲زره متر مکعب فاضلابو د پاکولو او چاڼ ظرفیت ولري.  

یاد شرکت ډاډ ورکوي چې د فاضلابو له چاڼ سره به د کابل ښار ۹۰ سلنه اوبه پاکې او ترڅنګ به يې د کرنې لپاره عضوي سره هم توليد شي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د فاضلابو چارو د تنظیم رییس فایق‌ الله جمال وايي: « دا تصفیه خانه به په نړیوالو معیارونو سمبال وي او د فاضلابو د تصفیه کولو د لوړ ظرفیت ترڅنګ به، د بیا تولید شویو موادو کیفیت ته هم په کې ځانګړې پاملرنه وشي.»

د نوموړي په خبره،  د عضوي سرې له تولید او په کرنې او نورو اقتصادي برخو کې له کارولو سربېره به، د دې چاڼ خونې تصفیه شوې اوبه، د ښار شنو ساحو  خړوبولو لپاره وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

د ترکیې سرې میاشتې له بېوزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

د خیبرپښتونخوا خلک: د پښتنو سیمو کې جګړه د پاکستاني جنرالانو د روزګار وسیله ده

وروستي خبرونه

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist