Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

له پاکستان او خیبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو ایستلو په لړ کې تازه پاکستاني پولیسو د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د کوهاټي کمپ اوسېدونکو افغانانو ته ګواښ کړی چې ژر تر ژره کمپ خالي او خپل هېواد ته ستانه شي.

هلته مېشت کډوال وايي، پولیسو ورسره چلن څو برابره تریخ کړی او د ګوهاټي کمپ ټولو دوکانونو په وتړلو سره يې ورته ګواښ کړی چې د اوسېدو مهلت يې پوره شوی او ژر دې له دې ځایه لاړ شي.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شینوای وايي: « افغان مهاجرین په پاکستان کې له ډېر سخت وضعیت سره مخ دي. د روژې په میاشت کې د دوی هغه محلي بازارونه هم ور تړل شوي چې د کمپونو په داخل کې یې جوړ کړي وو. دلته هغه ورځ افغان کډوال نیول کېږي، لومړی زندان او بیا له هغه ځایه افغانستان ته اړول کېږي.»

د راپورونو له مخې، دا مهال په کوهاټي کمپ کې شاوخوا۲۰زره کسان اوسي چې ډېری يې افغانان دي. د دې کمپ افغان اوسېدونکو له ځايي چارواکو غوښتي چې د کاروبارونو د تصفيې لپاره دې د اختر تر دريمې پورې وخت ورکړي.

شنونکي د جبري اخراج له امله په افغانستان کې بشري فشار مني او وايي، دا فشار له دې امله دی چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ سرپناه او د مېشتېدنې لومړني امکانات نه لرل.

د  سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي: « د پاکستان حکومت په ډېر ظلم سره هلته مېشت افغانان له هېڅ راز ملاحظې پرته افغانستان ته استوي. دوی له افغانانو خپل جایدادونه ګرځوي، پیسې او قېمتي ګاڼې ترې اخلي او بیا یې افغانستان ته اړوي. دوی غواړي له دې لارې پر اسلامي امارت فشار راوړي، ځکه دوی پوهېږي چې کله په ډېره کچه کډوال راستانه کړي، دلته اقتصادي فشارونه زیاتېږي او ښايي بشري ناورین رامنځته شي.»

د چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « زه فکر کوم پاکستان د هغو پالیسیو ښکار شوی چې دوی د خپلو ګاونډیو هېوادونو د نا امنه کولو لپاره جوړې کړې دي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې اړه تازه څه نه وايي، خو وړاندې يې ويلي چې له پاکستان او خيبرپښتونخوا د افغانان کډوالو جبري اخراج له پيل راهيسې يې ميليونونه راستنو شویو افغانانو ته د مېشتېدنې اسانتياوې برابرې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې
افغانستان

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو
افغانستان

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي
افغانستان

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي
افغانستان

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026
د ترکیې سرې میاشتې له بېوزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
افغانستان

د ترکیې سرې میاشتې له بېوزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

فبروري 26, 2026
د خیبرپښتونخوا خلک: د پښتنو سیمو کې جګړه د پاکستاني جنرالانو د روزګار وسیله ده
افغانستان

د خیبرپښتونخوا خلک: د پښتنو سیمو کې جګړه د پاکستاني جنرالانو د روزګار وسیله ده

فبروري 26, 2026

وروستي خبرونه

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

هرات اطفایې روان کال د اور لګېدنې ۴۱۶ پېښو ته رسېدنه کړې

فبروري 26, 2026
کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش پیل شو

فبروري 26, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

پاکستاني پولیسو صوابۍ کې د افغان کډوالو اړوند کوهاټي کمپ او دوکانونه وتړل

فبروري 26, 2026
کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

کابل کې د چټلو اوبو پاکولو چاڼ خونه جوړېږي

فبروري 26, 2026
د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

د پاکستان عام ولس افغانستان کې د پوځي رژیم وروستي بریدونه غندلي

فبروري 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist