په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو د ځینو عامو پاکستاني وګړو غبرګونونه دا ښيي چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو سربیره، د دې هېواد عام وګړي هم د افغانستان په وړاندې د خپل حکومت دریځ ناسم بولي.
په داسې حال کې چې وروستیو بریدونو عام افغانان راپارولي او له اسلامي امارت څخه یې د سخت غبرګون غوښتنه کړې، یو شمیر پاکستانیانو هم په ټولنیزو رسنیو کې دا بریدونه وحشیانه بللي دي.
پر خواله رسنیو د یوه پاکستاني وګړي مرکه کې راغلي: « راپور می کاته، هغه کس وايي چې زما د کور ۱۷ غړي شهیدان شوي چې په کې ښځې، ماشومان او سپین ږیزي هم شته. دوی دلته خوښي نمانځله، دوی د انسانیت دښمنان دي چې د ماشومانو په مړینې خوښي نمانځي، د ښځو په مړینې خوشحالي کوي. دوی په تیرا کې هم په بریدونو کې د خلکو په وژنه خوښي څرګندوي.»
یو بل پاکستاني وګړی په خپلو خبرو کې وايي: « دوی ځانته اسلامي پوځ وايي، وګورئ په افغانستان کې یې کوچني معصوم ماشومان شهیدان کړل. دا اسلامي پوځ نه بلکې د اسراییلو پوځ دی چې خپل خلک هم وژني.»
د پاکستان پوځي رژیم د شنبې په شپه ناوخته په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۸ غړي، شهیدان او ۷ نور ټپیان شول.
د ملي دفاع وزارت ویلي، د تېر په څېر به دا بریدونه هم بې ځوابه نه پرېږدي او په مناسب وخت کې به خپل ځواب ورکړي.
یو شمېر نورو پاکستانیانو بیا د خپل حکومت دا ادعا هم رد کړې چې وايي وسله وال له افغانستان څخه ورځي. د دوی په خبره، ترهګر خپله په پاکستان کې موجود دي.
په دوی کې ځینو یې خپل حکومت ته دا سپارښتنه کړې چې که غواړي په پاکستان کې سوله ټینګه شي، نو باید خپل سیاست بدل کړي.
ټرېنډېنګ نیوز په یوه راپور کې د عامو خلکو له خولې ویلي: « که چېرې دوی په پاکستان کې سوله ټینګول غواړي، نو دوی باید لومړی له خپلې مرۍ څخه د امریکا د غلامۍ پړې وباسي. خپل بهرنی سیاست باید ازاد کړي، له ایران سره او افغانستان سره باید ښې اړیکې ولري.»
په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د عامو پاکستاني وګړو دې غبرګونونو ته په کتو دا باور رامنځته کیږي چې د پوځي رژیم له زیاتو تبلیغاتو سره سره، د دې هېواد خلک اوس د خپل حکومت په ناسم سیاست او دریځ پوه شوي دي.
د شنونکو په وینا، له دې دریځونو دا هم څرګندېږي چې عام پاکستاني وګړي د افغانستان په وړاندې د دې هېواد د حکومتي سیاست مخالف دي او غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تل ښې وي.