د ترکيې سرې مياشتې له لوري افغاني سرې مياشتې ټولنې ته د خوراکي توکو مرسته وسپارل شوه. ټاکل شوې دغه مرستې پر ۲۵۰ اړمنو کورنيو ووېشل شي.
چارواکي ډاډ ورکوي چې دا او نورې کېدونکي مرستې به په شفافه توګه پر اړمنو ووېشي او چا ته په کې د مداخلې او فساد کولو اجازه نه ورکوي.
دوی په اوسنيو شرايطو کې له افغانانو سره د نړيوالو بشري مرستو دوام مهم بولي او ډاډ ورکوي چې دغه مرستې به په پوره امانتدارۍ پر اړمنو افغانان وېشل شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي: «یقینا ً د ترکیې د ملت او حکومت مرستې د ستایلو وړ دي او مننه ترې کوو. په ځانګړې توګه روان کال زرګونه افغانانو ته د ترکیې مرستې ورسېدې، همدا پرون ۱۰۰۰ کورنیو ته د دوی مرستې ووېشل شوې. نن به بیا هم ګڼو هېواد والو ته د ترکیې مرستې ووېشل شي.»
له مرستو ورهاخوا، نوموړی د بل هر وخت په پرتله د افغانانو ترمنځ ملي يووالي تحکيم شوی بولي او د حکومت له ادرسه ډاډ ورکوي چې هېڅ څوک به د ژبې او قوم تر عنوان لاندې توپير چلن ونه شي کولی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس په دې اړه وايي: « که موږ هغه وېش په پام کې ونیسو چې دښمنانو زموږ ترمنځ کړی، افغانستان به د تباهۍ کندې ته ولېږي او نور به هم بې وطنه، بې امنیته او بې استقلال شو. زموږ د دښمن مغلوبیت زموږ په یوالي کې دی.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند حافظ عبدالقدیم ابرار وايي: « د کابل ښار په ناحیو او ولسوالیو کې له ۳۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته شوې او له ۵ زره ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې. همدارنګه هره ورځ د خپلو مالي شریکانو په مرسته، ۲۵۰۰ تنو ته د افطار او روژه ماتي خواړه برابرېږي.»
بله خوا، ځينې مرسته اخستونکي اوسنۍ مرستې کافي نه بولي او د حکومت ترڅنګ له مرستندويانو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی شکېب وايي: « د افغانستان ډېر خلک بېوزله دي، اوس خو ګڼ شمېر مهاجرین هم راغلي او بې وسه دي. هرڅوک چې مرسته کولی شي، دا به پرځای ولګېږي.»
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر يا اوچا خبرداری ورکړی و چې د نړیوالو مرستو د سخت کمښت له کبله نږدې ۲۳ میلیون افغانان چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي جوړوي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.