پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم تازه بریدونه په سيمهييزه کچه پر يوه مهمه او جدي موضوع بدل شوي. په دې موضوع کې پاکستان د افغانستان او هېوادونو له لوري پر جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو پر نقضولو تورن ګڼل شوی.
ځينې شنونکي وايي، پاکستان د دې بريدونو د ناوړه پايلو په اړه ځان غافل کړی، خو دا امکان شته چې يادې پايلې د پاکستان له هغې محاسبې ناوړه وي چې له ځان سره يې کړې.
اوس پوښتنه دا ده چې د پاکستان پوځي رژيم د بريدونو دوام او ترې د اسلامي امارت غچ اخستنه به تر کومې دوام کوي او اساسي حل لاره څه ده؟
د حقوقي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « د حل لاره دا ده چې دواړه لوري، اسلامي امارت او پاکستان یو پر بل تورونه ونه لګوي او په خپلو هېوادونو کې امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي. بله خبره دا ده چې پاکستان په دې وحشیانه بریدونو سره هدف نه شي ترلاسه کولی. دا ډول بریدونه د ولس احساسات را پاروي او انتقام اخستلو ته یې اړباسي. پاکستان باید له داسې بریدونو ترسره کولو ډډه وکړي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.»
په لومړيو کې له پاکستان سره د جنجال ختمولو لپاره اسلامي امارت د منځګړو هېوادونو په وسيله څو ځله مذاکرات وکړل، خو د پاکستان نامعقولو او غير عملي غوښتنو له امله يې مثبته نتیجه ور نه کړه.
شنونکي دې مذاکراتو او له لسيزو راهيسې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان کردار ته په اشارې وايي، اسلاماباد د کابل پر وړاندې له دښمنۍ ډک چلن کوي او دا سياست يې د ځان ترڅنګ، سيمه هم شاته بېولی شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان بریدونه غندم. پاکستان باید پوه شي چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې نه هواروي بلکې باید ژر تر ژره د خبرو مېز ته را وګرځي. د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د نړیوالو بنسټونو په منځګړیتوب حل شي، ځکه چې د دې ډول حالت ادامه د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او کولی شي سیمه کې ترهګري نوره هم خپره کړي.»
ځينې نور بيا وړانديز کوي چې د ستونزې حل لپاره دې د ملګرو ملتونو ترچتر لاندې غونډه رابلل شي او په کې دې له پاکستانه داسې تضمين واخستل شي چې د افغانستان پر وړاندې د دې هېواد خپلسريو مخنيوی يقيني کړي.
د نظامي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « کله چې د بن سلمان په غوښتنه درې تنه پاکستاني پوځیان په ډېر قدر او عزت سره خوشي شول، پاکستان پر افغانستان برید وکړ. د ټولو جنایتونو د پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې ملګري ملتونه او د نړۍ ستر هېوادونه د امنیت شورا غونډه را وبولي او له پاکستان څخه داسې تعهد وغواړي چې د افغانستان پر وړاندې به نور جنایت نه ترسره کوي.»
د پاکستان د بریدونو په تړاو د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوري غندنې لا هم دوام لري او دا بریدونه د یوه هېواد پر وړاندې له نړیوالو قوانینو سرغړونه بولي. د افغانستان په شمول هېوادونو تل ټينګار کړی چې پاکستان دې خپلې ستونزې د نامسووله چلن په ځای د خبرو له لارې حل و فصل کړي.