ملګرو ملتونو تایيد کړه چې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژيم په تازه بريدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي.
کابل کې د دې سازمان مرستندویه ماموريت( يوناما) د پاکستان هوايي بريدونو ته په غبرګون کې ويلي، دا بريدونه د فبروري په ۲۱ او ۲۲مه د شپې پر مهال د ننګرهار په بهسود او خوږياڼو ولسوالیو او د پکتيکا په برمل او ارګون ولسوالیو کې شوي دي.
د یوناما له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي: « د ملکي تلفاتو لومړني ارقام ښیي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.»
همدارنګه، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله تایید کړې او وايي، په دې اړه ژوره اندېښنه لري.
ریچارډ بېنېټ زیاته کړې: « زه د پاکستان او افغانستان ترمنځ له تازه شخړې وروسته د ګڼ شمېر ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل کېدو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لرم. زه له ټولو خواوو غوښتنه کوم چې له زغم څخه کار واخلي، د ملکي وګړو ساتنه وکړي او د نړیوال قانون اطاعت وکړي.»
يوناما په ټولو اړخونو غږ کړی چې د ملکي وګړو خونديتوب او د لا زياتې مرګ ژوبلې مخنيويي لپاره جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي او مکلفيتونه يې وريادکړي چې د نړيوال قانون له مخې د ملکي مرګ ژوبلې د مخینوي لپاره د توپير او تناسب او احتياط اړين اصول په پام کې ونيسي.