Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ۸۴۵ مېګاواټه برېښناتولیدولو پروژ د عملي چارو پیل تړونونه لاسلیک شول

د ۸۴۵ مېګاواټه برېښناتولیدولو پروژ د عملي چارو پیل تړونونه لاسلیک شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، له لمر او ډبرو سکرو څخه د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا تولیدولو دا پروژې به د ۴۶۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت  تر راتلونکو درېیو کلونو پورې بشپړې شي.  دا پروژې به د پلازمېنې کابل په ګډون، په پروان، بغلان، تخار او غزني ولایتونو کې پلې شي.

د دغو پروژو د عملي کارونو پیلولو تړونونه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د عزیزي ګروپ د عمومي رییس میرویس عزیزي په حضور کې د برېښنا شرکت او عزیزي ګروپ ترمنځ لاسلیک شول. 

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي وایي، د يادو پروژو د تطبيق پر مهال به شاوخوا ۱۰۰۰ تنو ته په مستقیم ډول او زرګونو نورو کسانو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق همکار وايي: « د یادو پروژو ټولیز ظرفیت ۸۴۵ مېګاواټه دی او نږدې له ګاونډیو هېوادونو څخه د وارېدېدونکې برېښنا له ټول ظرفیت سره برابر دی. پر دغو پروژو د پانګونې ټولیزه اندازه شاوخوا ۴۶۳ میلیونه امریکايي ډالر چې نږدې ۳۰ میلیارده افغانۍ کېږي، اټکل شوې. ټاکل شوې د عزیزي انرژي ګروپ له خوا تمویل او پانګونه پرې وشي.»

‏د اوبو او انرژۍ او د کانونو او پټرولیم وزیرانو ډاډ ورکړ  چې د عزیزي ګروپ په ګډون له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو څخه پوره ملاتړ او همکاري کوي.

د دوی په خبره، هېواد د ټولو ګډ کور دی او د ابادولو او پرمختګ مسوولیت یې هم د ټولو پر اوږو دی.

دوی زیاتوي،  حکومت هڅه کوي پانګونې لپاره خوندي او مناسب چاپېریال برابر کړي، ترڅو ملي شتمنۍ د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره وکارول شي.

چارواکي دغه راز وایي، اوسمهال په هرات کې د ټاپي پروژې ودانیز کارونه په ښه ډول روان دي او د روان زیږدیز کال تر پایه پورې به بشپړ شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر  مولوي محمد یونس اخندزاده وايي: « زموږ نور پانګوال چې په هره برخه کې کار کوي، د اسلامي امارت مسوولین دېته ژمن دي چې د دوی هر ډول ملاتړ وکړي، ترڅو هېواد ځان بسیا شي.»

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وايي: « غواړم چې د کانونو وزارت په استازیتوب عزیزي ګروپ او د هېواد نورو پانګوالو ته دا ډاډ ورکړم چې موږ چمتو یو، ترڅو د برېښنا د تولید لپاره په هره اندازه ډبرو سکاره په واک کې درکړو.»

بل پلو، د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وایي، د افغانستان د اقتصادي او بنسټیز پرمختګ نوی پړاو  د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو او د هېواد د بشپړې خپلواکۍ له لاسته راوړلو وروسته پیل شوی دی. عزیزي ټینګار کوي خپلواکي د هر ډول تلپاتې پرمختګ اساسي شرط دی.

د عزیزي ګروپ مشر دغه راز وايي، د هېواد د ډېرو ستونزو د حل بنسټیزه لاره د برښنا د تولید له پلوه پر ځان بسیاکېدنه ده.

عزیزي زیاتوي، تر هغو چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا خپله تولید نه کړي، صنعتي وده او اقتصادي ثبات به یې محدود پاتې وي.

د ده په خبره، د  ٢٠٢٦ کال تر پایه پورې به د ٧ زره مېګاواټه نورې برېښنا د تولید کارونه هم پيل شي.

د عزیزي ګروپ رییس میرویس عزیزي وايي: « موږ به دوه یا درې میاشتې وروسته دغه شان محفل بیا ولرو او له ۲ تر ۳ زره مېګاواټو بل تړون به لاسلیک کړو. موږ به د کال تر پایه پنځه یا شپږ زره مېګاواټو برېښنا تړونونو ته ځان ورسوو. موږ د کانونو له وزیر سره خبرې کړې او که چېرې د ټاپي پروژې اړوند ځینې مسایل حل شي، موږ په عاجله توګه هرات کې د ۳ زره مېګاواټو برېښنا د تولید کارونه هم پيل کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د زمري میاشت کې د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه.

افغانستان دا مهال خپله د اړتیا وړ نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ازبېکستان، تاجيکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې
افغانستان

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي
افغانستان

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي
افغانستان

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
افغانستان

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ايران د درېیو افغانانو په ګډون ۱۴ تنه اعدام کړي

فبروري 12, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

کندهار کې ۸۵۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو دوې پروژې پيل شوې

فبروري 12, 2026
چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

چارواکي: له تورخم لارې هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي

فبروري 12, 2026
ایران له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د راکړه ورکړې زیاتولو خبر ورکوي

د هرات – خواف رېل کرښې له لارې د سوداګرۍ کچه په میاشت کې ۹۰ زره ټنو ته رسېدلې

فبروري 12, 2026
روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

روانه اوونۍ کندهار کې د اور لګېدنو درېیو پېښو درانه مالي زیایونه اړولي

فبروري 12, 2026
یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

یوناما یوځل بیا د نجونو پر ثانوي زده کړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې

فبروري 12, 2026
خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

خلیلزاد: پاکستان په افغان جګړه کې له امریکا سره دوه مخی چلن کاوه

فبروري 12, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist