Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/09

په دې درې ورځني نندارتون کې چې موخه یې له ښځو څخه ملاتړ او د دوی لاسي صنایعو او هنري اثارو ته بازار موندنه ښودل شوې، د ښځو لاسي صنایع، انځورګرۍ، حکاکي او مینیاتوري اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

ځایي چارواکي وايي، دا نندارتون په هرات کې د ایران کونسلګرۍ له خوا پرانستل شوی او ډاډ ورکوي چې د افغانستان ښځو لاسي صنایع او هنري اثار به تر نړیوالو بازارونو ورسوي.

هرات کې د ایران کونسلګرۍ مرستیال سید علي کامیاب وايي: « په دې نندارتون کې ډېر ښایسته او په زړه پورې اثار وړاندې شوي او د دې وړتیا لري چې هم د افغانستان نورو ولایتونو ته پراخ شي او هم د سیمې هېوادونو ته وړاندې شي.»
د نندارتون جوړولو
مسووله سوسن کاظمي وايي: « دا زموږ د نندارتون ۴مه دوره ده چې په کې د افغانستان د ښځو لاسي صنایع د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل کېږي. د دې نندارتون موخه دا ده چې موږ د ښځو په لاس جوړو شویو توکو هنر نندارې ته وړاندې کړو، نړۍ ته یې معرفي کړو او ژوندی یې وساتو.»

نندارتون کې برخه اخستونکې ښځې دا ډول نندارتونونه خپلو لاسي صنایعو او هنري اثارو ته د بازارموندنې لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې  که ملاتړ یې وشي،  کولی شي د هنر له لارې د هرات بډایه فرهنګي میراثونه بیا را ژوندي کړي.

د خټین زر ګالرۍ مسووله نګیتا درانۍ وايي: « څومره چې د ښځو لپاره زمینې پراخې شې، هغومره ښځې کولی شي پرمختګ وکړي او خپل هنر تر نورو خلکو ورسوي. دا ډول نندارتونونه زموږ ښځمنو لپاره ډېره ګته لري؛ ځکه موږ کولی شو هغه فرهنګي میراثونه بېرته ژوندي کړو چې له نورو راپاتې دي او اوس له خلکو هېر دي.»

هنرواله قریش ملک زاده وايي: « موږ د همداسې نندارتونونو له لارې وده کوو، پېرودونکي جذبوو، بازار موندنه کوو او له لارې یې عاید ترلاسه کوو.»

بله خوا، د فرهنګي چارو کارپوهان د هنرمندانو ملاتړ لپاره د دا ډول نندارتونونو پر زیاتوالي ټینګار کوي او وایي، که هنرمندانو ته دوامداره ملاتړ برابر شي، کولی شي د هېواد د فرهنګي ارزښتونو په ساتنه او اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.

د فرهنګي چارو کارپوه  ولي شاه بهر وايي: « د هنرمند ستاینه او هڅول کولی شي د هنر پر غوړېدنه ځانګړی اغېز ولري. هڅول د هنرمندانو مسلم حق دی او کله چې د دوی ستاینه کېږي او اثار یې پېرل کېږي، دوی خپل کار ته تشویق کېږي او د خپل هنر د ګټې مزه څکي.»

دا په داسي حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هرات ولایت کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو برخه د ودې په حال کې ده او ګڼ شمېر ښځې هڅه کوي د خپل هنر له لارې اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې
فرهنگ او هنر

د اختر په ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو د هېواد له تفریحي ځایونو لیدنه کړې

مارچ 25, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

ننګرهار کې د هغو مېوو باغونه په ډېرېدو دي چې له بهر څخه واردېږي

مارچ 26, 2026
دهقان

وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

مارچ 26, 2026
حکومت د روږدو کسانو پر درملیز مرکز د برید په تړاو د نړیوالو پلټنو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پر افغانستان د پاکستان بریدونه غیرقانوني دي

مارچ 26, 2026
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: ملګري ملتونه دې پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم مخنیوی وکړي

مارچ 26, 2026
جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

جېمز کونل: ګوانتانامو کې د بندي افغان محمد رحیم د خوشي کولو هڅه کوم

مارچ 26, 2026
له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

له بنده د یوه امریکايي وګړي ازادولو، د کابل – واشنګټن اړیکو ښه کېدو تمه زیاته کړې

مارچ 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist