د ابو عبيده بن جراح(رض) دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې فراغت غونډه کې د حکومت لوړ پوړو چارواکو پر سياسي او پوځي مسايلو خبرې وکړې.
د رياستالورزا اقتصادي مرستيال په دې مراسمو کې د خبروپرمهال وايي، اسلامي امارت پر نړيوال مشارکت باوري لري او په کې د ځان ثابتولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو سره د ښو اړيکو لرلو ته لومړيتوب ورکوي.
ملا عبدالغني برادر د ګټو خونديتوب لپاره د هېوادونو ترمنځ پر متقابل احترام ټينګار کوي او زياتوي، د همدې اصل په اساس د کاذب سياست برعکس افغانستان هېچا ته زيان نه دی رسولی.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محور سیاست په چوکاټ کې پر سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري. موږ دېته ژمن یو چې د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره مناسب تعامل ولرو، د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره لازمه ده چې هېوادونه د یوبل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري. د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او اوسنی افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بنا کړې دي چې اساس یې اسلامي شریعت دی او روح یې له هغه څخه سرچینه اخلي. افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. که څوک موږ ته ناولې ارادې ولري، موږ هم چاته خپل پور نه پرېږدو.»
له سياست ورهاخوا، د ځينو نورو چارواکو تمرکز پر پوځي مسايلو دی. دوی وايي، اوسنۍ اردو پر ملي او اسلامي روحيه روزل شوې او ډاډه دي چې هېڅا او هېڅ هېواد ته پر افغانستان د تېري اجازه نه کوي.
د ازمويینو ملي ادارې ریيس عبدالباقي حقاني وايي: « هغه هېوادونه چې متعهد او تکړه ملي پوځ ولري، خپل سرحدات، نظریات، ولسونه او ایمان ساتلی شي. دا د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره فکرمند او متعهد پوځ لرو.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د مسلمانانو له خاورې څخه دفاع، د جهاد له ارزښتونو څخه دفاع او د مسلمان امت له مادي او معنوي ارزښتونو څخه دفاع ته ځانونه چمتو او مستحکم کنید.»
يو شمېر نور اسلامي امارت د حکومتولۍ لپاره واحد چتر ګڼي او د حکومت دغه ملکي چارواکي هم د ياد چتر استحکام لپاره د ملي اردو د لا پياوړتيا ډاډ ورکوي.
دوی وايي، دې هدف ته د رسېدو لپاره به ملي اردو په پرمختللو وسايلو سمبال شي او په دې توګه به د سمې په کچه پر عصري اردو بدله شي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري وايي: « که زموږ اساس همدا وي لکه اوس چې پرې روان یو، د افغانستان اسلامي امارت به امپراتور د زمانې جوړېږي.»
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي: « یو ځل بیا د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ضد ونه کارول شي. موږ هېڅ یوې ډلې، هېڅ یوه فرد او هېڅ نهاد ته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې د نورو هېوادونو په ضد کار واخلي.
د دفاعي پوهنتون او ملي نظامي اکاډمۍ له اوولسمې دورې څخه ۶۰ تنه په بېلابېلو برخو کې فارغ شول. د اسلامي امارت جګ پوړو چارواکو د وسله وال پوځ پر ښه سمبالښت ټینګار وکړ او د نورو پر ضد یې د افغان خاورې نه کارېدو ډاډ ورکړ.