Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/05

د المرصاد په نوم يوې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې سې‌شنبه (د فبرورۍ درېیمه) د خیبرپښتونخوا په باړې سیمه کې نامعلومو وسله‌والو د داعش پر پټنځای برید ترسره کړی.

دې رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله د پېښې کره ځای د باړې اړوند د قمبرخېلو شنکي سیمه ياده کړې او وايي، بريد د شپې پر مهال شوی او د يادې ډلې ۱۱ غړیو پر وژلو سربېره یې درې نور ژوبل کړي هم دي.

د المرصاد د راپور له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې زيات شمېر يې بهرني وګړي دي او له هغه وروسته په دې سیمه کې مېشت شوي وو چې د تېر کال په نومبر کې په جبار مېله سیمه کې پرې د بې‌پيلوټه الوتکو له خوا بريدونه وشول.

المرصاد رسنۍ زیاته کړې: « المرصاد ته سرچينو ويلي چې نامعلومو وسله‌والو پېښور ته نږدې د باړې، قمبرخېلو په شنکي سيمه کې د داعش خراسان څانګې پر پټنځايونو بريد کړی. د سرچينې په خبره، په دې بريد کې ډېری هغه بهرني اتباع وژل شوي چې په جبار مېله کې پرې د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو وروسته بې ځايه شوي وو.»

المرصاد ته سرچينو دا هم منلې چې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش يوه مهم مرکز له پاشل کېدو وروسته دې ډلې په خیبرپښتونخوا کې پر مېشتېدنې تمرکز زيات کړی او غواړي له دې سيمې خپل فعالیتونه بېرته منسجم کړي.

له دې سره هم‌مهاله، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د داعش له ادرسه نړيوالو ګواښونو او د دې ډلې له خوا د رامنځته شويو ناامنيو په اړه ناسته وکړي.

که څه هم ملګرو ملتونو له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د يادې ډلې د پټنځايونو يادونه کړې، خو شنونکي ترې غواړي چې په يادو سيمو کې د داعش موجوديت په اړه پر شته اسناد تمرکز زيات کړي.

د سياسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « امنیت شورا د ۱۵ غړیو هېوادونو له خوا اداره کېږي چې اکثریت یې د لوېدیځ له نفوذ څخه برخمن دي او هلته د افغانستان په اړه له آوازو څخه ګټه اخلي. امریکا او نور لوېدیځ هېوادونه د افغانستان په اسلامي امارت فشار راوړي او د دوحې تړون له موادو سره سم یې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته هڅوي.»

د سياسي چارو شنونکی توريالی ځاځی وايي: « پاکستان په سیمه کې د اسلام دین او مسلمانانو د نوم بدولو لپاره جوړ شوی. موږ په تېرو څو لسیزو کې ولیدل چې پاکستان له هېڅ ډول ناروا بشري جنایتونو درېغ ونه کړ.»

له دې وړاندې هم اسلامي امارت ويلي و  چې په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته، داعش ډلې په بلوچستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا کې پټنځايونه جوړ کړي دي.

د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، د يادې ډلې مهم غړي لا هم په يادو پټنځايونو کې موجود دي او هلته منظمه همکاري ترلاسه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist