Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/04

د هرات د لرغونو منارونو ترمنځ په تېر شوي سړک د موټرو تګ راتګ له څو کلونو راهیسې بند و، خو دا سړک اوس یو ځل بیا د موتړو د تګ راتګ په وړاندې پرانستل شوی.

که څه هم د هرات اوسېدونکي د ټرافیکي ګڼه ګوڼې کمولو لپاره د دې سړک پرانستل ګټور بولي، خو دا ویره هم لري چې دا کار به دغو لرغونو منارو ته زیان ورسوي.

د تاریخي ابداتو ساتنې پلویان هم پر دې پرېکړې اندېښنه څرګندوي او وايي، د لویو او بار لېږدونکو لاریو د تګ راتګ له امله د ځمکې رېږدېدل به د هرات لرغونو منارونو ته زیان ورسوي او بنسټونه به یې کمزوري کړي.

د لرغونو اثارو  د ساتنې کارپوه زلمی صفا وايي: « منارونه محافظت او  مراقبت ته اړتیا لري او که چېرې د دوی ترمنځ بار لېږدونکي او درانه وسایط تګ راتګ وکړي، ښايي یو یا دوه کاله وروسته د پاتې څلورو منارونو د نړېدو لیدونکي شو.»

بله خوا، د ښار یو شمېر اوسېدونکي د دې لارې له خلاصېدو هرکلی کوي او وايي، دوی ته یې د تګ راتګ پرمهال اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د هرات اوسېدونکی شېر اغا وايي: « د دې لارې په بندېدو سره موږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، حتا پلی تګ مو هم نه شو کولی. اوس چې دا لاره خلاصه شوې، موږ ډېر خوښ یو.»
د هرات اوسېدونکی احمد وايي: « د دې لارې خلاصېدل ډېر شه شول، پخوا به خلک د منارو شاته له لرې لارې را تاوېدل.»

له دې ټولو سره، د هرات ځایي چارواکي بیا وایي، د لرغونو ابداتو ساتنې ته ژمن دي او دا لاره یې د ښاروالۍ د بهسازۍ پلان پر بنسټ پرانستې او یوازي به کوچني موټر له دې لاري تګ راتګ کوي.
د هرات ښاروالۍ د ښاري او سکټوري خدماتو آمر احمد ارشاد صافی وايي: « کوم مسوولیت چې د هرات ښاروالۍ ته سپارل شوی، د دې سړک اساسي جوړونه او اسفالټ دی. دا سړک له ملک دروازې څخه تر  مولوي ټانګ پورې وصلېږي. د تاريخي اثارو  د ستانې په موخه،  د سړک دواړو  غاړو ته فلزي کټاره هم نیول کېږي.»

د تاریخ پوهانو په باور، د هرات د منارونو ډېره برخه د سلطان غیاث‌الدین غوري او وروسته بیا د تیموري واکمن شاه رخ میرزا د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده.
د تېر حکومت پرمهال د منارونو ترمنځ تېر شوی سړک منارونو ته د زیان رسېدو له وېرې د ټرافیکو پرمخ تړل شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist