د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان پر بنسټ به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ زره کډوالو کورنیو ته مرستې ووېشل شي.
مسوولینو دا څرګندونې هرات کې د ۱۲۰۰ کډوالو کورنیو ته د مرستو وېش لړې پیلولو پرمهال وایي، یادي مرستې د اړمنو کډوالو کورنیو د لاسنیوي په موخه ترسره کېږي او د هېواد ټولو ولایتونو کې به یاد شمېر کورنیو ته ۲۵۰ کیلو غنم او ۵ زره افغانۍ نغدې مرستې ووېشل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري وايي: « دا لړۍ به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ادامه ولري، تر اوسه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د مرستو وېش ادامه لري. ټاکل شوې په هرات ولایت کې ۱۲۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشل شي چې په ترڅ کې به یې نن ورځ ۴۰۰ کورنیو ته مرستې ووېشو. ورپسې د راستنو شویو کډوالو له ډلې هغو کورنیو ته مرستې ووېشل شي چې تر نورو اړمن وي.»
په ورته مهال، هرات والي وایي د کډوالو راستنېدو په لومړۍ ورځ هغوی ته لومړنۍ اسانتیاوې لکه خواړه، درمل، ټرانسپورټ او نورې بېړنۍ اړتیاوې برابرېږي او ترڅنګ یې د لنډمهاله استوګنې لپاره ځانګړي کمپونه هم جوړ شوي او د دايمي مېشتېدو لپاره د هېواد په کچه د استوګنیزو ښارګوټو جوړولو کار پیل شوی.
هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « په بل ګام کې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه امر کړی چې هغو راستنو شویو کډوالو ته چې ځمکه او سرپناه نه لري، ښارګوټي په پام کې ونیسئ. ټاکل شوې په ټولو ولایتونو کې کډوالو ته ښارګوټي جوړ شي.»
بله خوا، راستانه شوي کډوال که څه هم د یادو مرستو له ترلاسه کولو خوښ دي، خو زیاتوي چې هېواد ته له راستنېدو وروسته د سرپناه نه لرلو او بې روزګارۍ له امله له ستونزو سره مخ دي او ټینګار کوي چې دوی ته دې کاري فرصتونه برابر شي.
له ایران راستون شوی حیات الله وايي: « زه غواړم په افغانستان کې کاروبار ښه شي او موږ ته د کار زمینه برابره شي. زه دا مهال بې کاره یم او نه شم کولی کورنۍ سره مرسته وکړم. د اسلامي امارت له دې مرستې مننه کوم.»
له ایران راستون شوی عبدالصبور وايي: « د ژمي په دې سړه هوا کې او دا چې کار هم نه شته، د دې مرستو وېش ښه دی. باید دا ډول مرستې زیاتې شي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولینو له معلوماتو سره سم، له هرات وړاندې د هېواد ۱۱ نورو ولایتونو کې هم د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې کډوالو ته د مرستو وېش لړې پیل شوې او په پام کې ده ټولو ولایتونو کې زرګونه ټنه غنم او نغدې پیسې راستنو شویو کډوالو ته ووېشل شي.