د حیرتان سوداګریز بندر یو شمېر سوداګر او موټرچلوونکي وايي، د حیرتان بندر په استراس شرکت کې د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ برخې معیاري نه دي او د همدې خرابوالي له امله یې لاریو او نورو ټرانسپورټي وسایطو ته زیانمن رسېږي.
موټرچلونکی رحیم الله وايي: « یوازې زموږ لپاره نه بلکې د موټرو، لاریو او خلکو لپاره هم ستونزه ده. موږ په دې ساحه کې په ډېره سختۍ تېرېږو، که دا جوړ شي تګ راتګ به هم اسانه شي.»
موټرچلونکی احمد شاه وايي: « تاسو وینئ چې په دې لارو کې څومره کندې او ډنډونه جوړ دي. دا د بار لرونکو لاریو لپاره سخت زیان رسوي.»
په ورته مهال یو شمېر سوداګر ټینګار کوي چې که یادې لارې او تخنیکي برخې ورغول شي، نه یوازې به د سوداګرۍ بهیر چټک شي بلکې د موټرو زیانونه به هم راکم او د بندر د فعالیت کچه به لوړه شي.
دوی له اړوندو ادارو غواړي چې د حیرتان بندر د زېربناوو د پراختیا او بیارغونې لپاره جدي پاملرنه وکړي، ترڅو دا بندر وکولی شي د هېواد د مهمې سوداګریزې دروازې په توګه خپل ځای وساتي.
سوداګر حیات الله امیري وايي: « لارۍ او چلوونکي له ستونزو سره مخ دي، نه یوازې لاریو ته زیان رسېږي بلکې په ځنډ هم را رسېږي. دا سړک ډېر جمپونه او کندې لري او له دولت جدي غوښتنه کوو چې په معیاري توګه یې جوړ کړي.»
سوداګر ذبیح الله کهمردي وايي: « موږ جدي غوښتنه کوو چې د استراس سړک او په ځانګړې توګه د لومړي پورټ سړک په اساسي توګه جوړ کړي. تاسو پوهېږئ چې اوس له حیرتان بندر څخه د وارداتو او صادراتو کچه ډېره لوړه شوې او اړتیا ده چې زېربناوې یې هم اساسي جوړې شي.»
په همدې حال کې د حیرتان بندر استراس شرکت مسوولین خبر ورکوي چې روان کال يې د دې شرکت اړوند بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې پلې کړې دي او په خبره یې، پلان لري چې راتلونکي کې هم د زېربنایي پروژو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د حیرتان بندر استراس شرکت رییس مولوي بسم الله مزاري وايي: « موږ کار پیل کړی، په هغو ځایونو کې جغل اچوو چې جغل اچونې ته اړتیا لري، په هغو ځایونو کې د کانکرېټ اچول پيل شوي چې کانکرېټ ته په کې اړتیا ده. همدارنګه په بندر کې د لویو هنګرونو جوړول او د رېل کرښو لپاره د نویو پټلیو جوړول پيل شوي دي. دغه راز نوي پورټونه او ځایونه به هم جوړ شي او هغه ستونزې به رفع شي چې له دې وړاندې موجودې وې.»
حیرتان بندر د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه شمېرل کېږي چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د وارداتو او صادراتو په برخه کې مهم رول لري.
دغه بندر د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې اساسي نښلونکې لاره ده او د خوراکي توکو، ساختماني موادو، تېلو، ماشينرۍ او نورو سوداګریزو اموالو د لېږد رالېږد مهمه دروازه ده.