د مزار شریف ښار شمال لوېدیځ څنډه کې د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټی په ۸ زره جرېبه ځمکه جوړېږي.
د افغان پانګوال له لوري د دې ښارګوټي د جوړولو اقدام داسې مهال شوی چې په مزار شریف ښار کې ورځ تر بلې نفوس زیاتیږي، حال دا چې لپاره یې په ښار کې کافي امکانات نه شته.
د ښارګوټي مسوولین وايي، د دې ښارګوټي له جوړولو یې یوه موخه په مزار شریف ښار کې د ګڼه ګوڼې کنټرول، له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه را ستنو شویو کډوالو ته په مناسبه بیه د سرپناه برابرول ده.
د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټي عمومي مدیر بهرام پویا سلطاني وايي: « دا ښارګوټی پر شاوخوا ۸ زره جرېبه ځمکه جوړېږي. د دې ښارګوټي نقشه د ښار جوړونې وزارت له خوا منظوره شوې او په خدماتو کې یې برېښنا، معیاري سړکونه، اوبه او نور شامل دي.»
د ښارګوټي مسوولین دغه راز واييې، د ښارګوټي لپاره معیاري سړکونه، تفریحي پارکونه، جوماتونه، مدرسې، ښوونځي او د برېښنا او اوبو رسولو ټولې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د دوی په وینا، خلک کولی شي پرته له کومې ستونزې په دې ښارګوټي کې په قانوني ډول نمرې وپېري.
د حاجي فضل احمد عمر ښارګوټي عمومي مدیر په دې اړه وايي: « په دې ښارګوټي کې په پام کې نیول شوي عام المنفعه خدماتو کې جوماتونه، دیني مدرسې، ښوونځي، امنیتي حوزه، پارکونه او نور شامل دي.»
د ښارګوټي د ساختماني چارو انجنیر خیبر وايي: « موږ په دې ښارګوټي کې ټولې ودانۍ په ستندرد بڼه جوړوو او نه غواړو چې زموږ ښارګوټی بدنام شي. موږ دا کورونه د بازار په پرتله په ټیټه بیه ورکوو، حال دا چې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.»
د مزار ښار ګڼه ګوڼې او ورځ تر بلې د نفوسو زیاتوالي ښاریان اندېښمن کړي.
که څه هم ښاریان د داسې ښارګوټو پرانستلو هرکلی کوي خو وايي، له موجوده ستونزو څخه د وتلو اساسي لار د ماسټر پلان جوړول دي.
د مزار شریف ښار اوسېدونکی احمد محسیني وايي: « د نویو ښار ګوټو یو ښه والی دا دی چې له ښار څخه د نفوس په ایستلو کې مرسته کوي. له دې سره خلک کولی شي په ټاکلي وخت خپلو کارونو ته ورسېږي.»
د مزار شریف ښار اوسېدونکی اسحق علي زاده وايي: « د مزارشریف ښار له نن څخه سل کاله وړاندې د هغه وخت نفوس ته په کتو ډیزاین شوی. هغه مهال ښايي په دې ښار کې تر ۲۰۰ زرو خلک اوسېدل مګر اوس له یونیم میلیون څخه زیات خلک په کې اوسېږي. دا ښار پراختیا ته اړتیا لري.»
بله خوا، د بلخ ولایت ځايي چارواکي بیا وايي، د مزارشریف ښار د پراختیا لپاره ځانګړي پلانونه جوړ شوي چې په عملي کېدو سره به يې د ښار په مرکزي سیمو کې ګڼه ګونه کمه او ښاري خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی پراخ شي.
د مزارشريف ښاروالۍ د سکټوري چارو رییس جاوید مایار وايي: « مزار شریف ښار ته ډېر زیات کډوال راغلي او له ستونزو سره مخ دي. موږ د دې لپاره کار پيل کړی او ډېر صنفونه مو له ښار څخه د باندې انتقال کړي، مګر د ټولو ستونزو هواری وخت ته اړتیا لري. د ښاري پراختیا پلان په منظم ډول تر تطبیق لاندې دی او په نږدې راتلونکي کې به ښار منظم شي.»
د معلوماتو له مخې، مزارشريف ښار ټولټال شاوخوا ۴۲۰ کیلومټره مربع پراخوالی لري، خو له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو راتګ او د نفوسو چټک زیاتوالي له امله دا پراخوالی د ښار څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکو اړتیاوو ته بسنه نه کوي او له همدې امله، د ښار پر شته زېربناوو ورځ تر بلې فشار زیاتېږي؛ داسې چې د ښاري خدمتونو برابرول یې له جدي ستونزو سره مخ کړي.