Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

له جلال اباد وروسته اوس د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا ښار کې هم د ټرافیکي بې نظمیو او ګڼه ګوڼې د کنټرول لپاره په ښار کې د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګول شو.

د لغمان ولایتي ادارې چارواکي وایي، د رېکشو پر تګ راتګ لګول شوی بندیز عملي شوی او موخه یې دا ده چې ښاري نظم ټینګ او د خلکو تګ راتګ خوندي شي.

د لغمان والي ویاند عبد المالک نیازی وايي: « د دې پرېکړه موخه دا نه ده چې د رېکشا چلوونکو د کار مخه ونیسو او دوی ته زیان ورسوي بلکې دغه ګام د ښاري نظم لپاره پورته شوی، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او وکولی شي په ټاکلي وخت خپلو کارونو او کورونو ته ورسېږي.»

لغمان چارواکي د ښاري نظم د بیا تنظیم لپاره د رېکشو پر تګ راتګ دا بندیز داسې مهال لګوي چې تر دې مخکې دا تجربه د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د لومړي ځل لپاره و ازمویل شوه.

که څه هم د جلال اباد ښار اوسېدونکي د ښار په مرکزي سیمو کې د رېکشو پر تګ راتګ له بندیز وروسته، له ځینو نویو ستونزو سره مخامخ شوي او د ټرانسپورټي وسایطو له کمښت شکایت کوي.

د مهترلام ښار  اوسېدونکي او رېکشا چلوونکي بیا دا بندیز د ستونزې بنسټیز حل نه بولي او وايي، په ښار کې د ګڼه ګونې اصلي لامل د نفوسو زیاتوالی دی او دا ستونزه یوازې د ښاري سیمو په پراخولو سره حل کېدای شي.

رېکشا چلوونکی مطیع الله وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا ښار او بازار لږ غټ کړي، لارې او سړکونه یې جوړ کړي او کوڅې پخې کړي. له ګاونډیو هېوادونو ډېر مهاجر راغلي او ورسره په ښار کې انسانان، موټر او رېکشاګانې ډېرې شوې دي.»

د مهترلام اوسېدونکی پښتونیار وايي: « نه پر سړک لار شته او نه په پیاده رو کې. له حکومت غوښتنه کوو چې ښار پراخ کړي، ترڅو هرچا ته لاره پیدا شي. همدارنګه باید د رېکشا په ځای د بدیلو ټرانسپورټي وسایطو غم هم وخوړل شي.»

د مهترلام ښاروالۍ چارواکي بیا وايي، د ښاري سیمو پراخولو په تړاو یې هم ځینې ګامونه پورته کړي او له ښاره یې د ځینو  کاروباریانو ایستلو او په مناسبو ځایونو کې د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې.

دوی هیله څرګندوي چې له دې سره به په ښار کې موجوده ګڼه ګوڼه کنټرول او ښاري سیمې هم ورسره پراخې شي.

مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت وايي: « په دې ښار کې تر ۷ زرو رېکشا ګانې شته او دا ډېرې دي. موږ د ښار د پراختیا لپاره موټر پلورنځي له ښاره و ایستل، همدارنګه د نجارانو لپاره هم له ښار څخه د باندې ترتیب برابروو. د فلزکارانو او مستریانو لپاره هم له ښار څخه بهر د بل ځای پر برابرولو کار کوو او غواړو ښار ته هم پراختیا ورکړو.»

دا چې د ښار په مرکزي سیمو کې د رېکشاګانو پر تګ راتګ د بندیز لګول به په مهترلام ښار کې موجوده بې نظمي او ګڼه ګوڼه کنټرو ل کړي او که نه، دا لا څرګنده نه ده؛ خو په ښار کې دننه د خلکو د تګ راتګ په برخه کې به ځینې نورې ستونزې را ولاړې او یو شمېر  کسان به بې روزګاره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist