Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ لوري د خیبرپښتونخوا په تېرا کې د ترهګرۍ په نوم پوځي عملیات اعلان کړل، ورسره هم‌ مهال له دې سیمې زرګونه کورنۍ اړ ایستل شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.

اوس تازه د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې چې په تېرا دره کې هېڅ ډول پوځي عملیات نه دي روان او خلک د واورو له امله کډې کوي.

خواجه اصف په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي‎، د عملیاتو په تړاو څرګندونې یوازې یو اټکل او بې‌ بنسټه اوازې دي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي: « تاسو پوهېږئ چې په تېرا کې واورې کېږي او هر کال خلک له تیرا څخه د زیاتو واورو ورېدو له امله کډې کوي. د تیرا درې اړوند ټولې چارې د ایالتي حکومت او سیمه‌ییزې جرګې په سلا او مشورې هوارې شوې دي.»

ظاهراً داسې ښکاري چې د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې د هغو غبرګونونو په ځواب کې کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر وړاندې ولسي خلکو او یو شمېر مخالفو ګوندونو کړې.

خواجه اصف وړاندې وایي، د خیبرپښتونخوا حکومت غواړي خپلې ناکامۍ پر پوځیانو او داسې عملیاتو واچوي چې اصلا وجود نه لري.

هغه دا هم ویلي چې دا مهال د تیرا درې دننه د تحریک طالبان پاکستان(ټي‌ټي‌پي) شاوخوا ۵۰۰ غړي د خپلو کورنیو سره مېشت دي.

خواجه اصف په دې اړه ویلي: « اوس مهال په تېرا دره کې دننه تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ۵۰۰ غړي له خپلو کورنیو سره مېشت دي. په تیرا کې پر شاوخوا ۱۲ زره جریبه ځمکه د چرسو کرکیله کېږي او له هر جریب څخه یې شاوخوا ۳.۵ میلیونه روپۍ عاید ترلاسه کېږي او همدا د شخړې او لانجې اصلي لامل دی.»

تر دې مخکې هم د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم یادونه کړې وه چې په تیرا دره کې د پوځي عملیاتو هېڅ ډول پلان نه شته او نه هم پوځ خلکو ته ویلي چې له سیمې څخه کډې وکړي.

د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی سهیل اپریدي دا څرګندونې دوه مخي توب بللی او د پاکستان په پوځ کې یې یو شمېر جنرالان په پښتنو سیمو کې پر کړکېچ تورن کړي.

سهیل اپریدي ویلي، د پاکستان جنرالانو ته د پښتنو وینې تویول، تر اوبو هم ارزانې او اسانې ښکاري.

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر ویلي: « هغوی زموږ وینې ته بیخي د وینې په سترګه نه ګوري. د پښتنو او قبایلو وینې هغوی ته تر اوبو هم ارزانې او اسانې دي. کله چې ۱۴زره استخباراتي چینلونو او ۲۲ لویو عملیاتو وروسته بیا هم امن نه راځي، نو د دې ملامتي پر موږ مه را اچوئ.»

تېرا د خیبرپښتونخوا یوه له هغو غرنیو سیمو ده چې هر کال په کې د ژمي موسم پر مهال سختې واورې کېږي.

هلته ځایي سیاسي فعالان د پاکستان پر پوځ له دې امله هم سختې نیوکې کوي چې په دې سختو واورو کې یې ولسي خلک د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر زبیر شاه اغا وايي: « کله چې پي ټي اېم او نورو نړیوالو ادارو په دې اړه غږ پورته کړ، نو د پاکستان پوځي حکومت له دې منکر شو چې هلته یې پوځي عملیات پلان کړي. دوی دروغ وايي، په جوماتونو کې یې اعلانونه وکړل، د خلکو دروازې یې ورماتې کړې او خبرداری یې ورکاوه چې ژر ترژره له دې سیمې کډه شي.»

د پوځي چارو څارونکي بیا په دې باور دي چې د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کې غواړي ټول ګران ‌بیه کانونه ولوټي او ورسره هم‌مهاله د لوېدیځ په اشارې هلته د ترهګرۍ په نوم پوځي عملیات پر مخ یوسي.

د پوځي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « د دوی یو له اساسي پلانونو دا دی چې له ډیورنډ کرښې سره نږدې معدنیات دي، خوږې اوبه او ځنګلونه دي، دلته باید پنجابیانو ته د ژوند شرایط مساعد کړي. همدارنګه دوی غواړي په تیرا کې نظامي اډې جوړې کړي او بیا له هغه ځایه افغانستان، منځنۍ اسیا او چین ته سرخوږی جوړ کړي.»

د یادولو ده چې د خیبرپښتونخوا په تېرا کې د پاکستان پوځ د عملیاتو له کبله زرګونه کورنۍ اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو ځایونه ته کډه شي.

په دې ترڅ کې ولسي خلک له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ شوي او اوس د خیبرپښتونخوا حکومت اعلان کړی چې د خیبرټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ راوبلل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026
کابل او عشق اباد د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

کابل او عشق اباد د سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

جنوري 28, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist